برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دجمهوري ریاست کاندیدان

آریانانیوز: د کمیسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات وویل "د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون ته د کاندیدانو نهايي لست استولی او هېڅ یو کاندید یې هم نه دی حذف کړی. "


ټاکل شوې چې د ټاکنو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ (اپریل۲۵) د کاندیدانو ترمنځ قرعه کشي وکړي او د رایې اچونې په پاڼو کې یې د نومونو ترتیب برابر کړي.
په همدې حال کې د عادلانه او شفافو ټاکنو بنسټ ویلي دي چې د کاندیدانو اسناد او په خاص ډول د هغوی تابعیت په سم ډول ارزول شوي نه دي او په دې اړه معلومات له څارونکو ادارو سره هم شریک کړل شوي نه دي.
د افغانستان اساسي قانون وايي د جمهوري ریاست کاندید باید ” افغان تابعیت ولري، مسلمان او د افغان مور-پلار څخه زېرېدلی وي او د بل هېواد تابعیت ونلري.”
قانون همدغه راز ټېنګار کوي چې کاندیدان باید په بشري جرمونو تورن او له خپلو مدني حقونو څخه بې برخې نه وي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۸ د حمل/وري په میاشت کې شوې وای خو د ځینو دلایلو او ستونزو له کبله د میزان/تلې شپږمې نېټې ته وځنډول شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي