برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دتورخم رسمي پرانیستنې ځنډیدل

آریانانیوز: ټاکل شوې وه چې نن شنبه به د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره په رسمي ډول پرانیزي خو په وروستیو مرحلو کې دغه سفر ځنډیدلی دی
ډان ورځپاڼې د ریپورټ پر اساس تورخم ته د عمران خان سفر په اسلام اباد کې د مصروفیتونو له کبله لغوه شوی دی
دا درېیم ځل دی چې عمران خان د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته رسمي پرانیستنې مراسم ځنډوي
د ریپورټ له مخې تورخم ته د عمران خان سفر د روانې اونۍ چهارشنبې ورځې ( ۱۸ ستمبر) ته ځنډیدلی دی
د پرون راهیسې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه او په پېښور کې د مهاجرینو ریاست هم اعلان کړی و چې د شنبې په ورځ به تورخم بند وي
د یادونې وړ ده چې اوسمهال تورخم د سهار له ۶ بجو د شپې تر ۱۲ بجو خلاص وي تر دې وړاندې به تورخم یواځې د ۱۲ ساعتونو لپاره خلاص و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي