برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حنا رباني کهر: ناټو په سیمه کې د ناامنیو لامل دی

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ویلي، چې د هغې په هېواد کې د ناامنیو د وروستیو زیاتوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پایله ده.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر وايي، ناټو په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته نه ده رسولې او له کوم پلان پرته له دغه هېواده وتلي، چې د سیمې پر امنیت یې ناوړه اغېز کړی دی.

رباني کهر زیاته کړه، چې د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ خطر او ګواښ د پاکستان پر لور دی او د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دغه ګواښونه نه دي کنټرول شوي.

دغې جګپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې ویلي، اسلام اباد د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره په تماس کې دی، څو دغه ګواښونه کنټرول شي.

هغه زیاته کړه: نړۍ یوازې هغه ګواښونه ویني چې له افغانستان څخه د ناټو د وتلو مستقیمه پایله ده او موږ یې د کنټرول توان نه لرو.

حنا رباني کر ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او پاکستاني طالبانو د ګواښ په وړاندې د خپلو اتباعو ساتنې ته ژمن دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د داعش او پاکستاني طالبانو له خوا ناامنۍ او بریدونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې پټنځایونه لري.

شریک یي کړئ!