برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تعلیمي ادارو ته څېرمه ځواکونو ۳۰ سنله زده کوونکي کم کړي

آریانانیوز: غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، پر ښار د طالبانو له برید وروسته د بېلابېلو علتونو له امله ۳۰ سلنه زده کوونکي غیر حاضر دي.


د غزني د پوهنې رییس مجیب الرحمن انصار وايي، د ښوونیزو ادارو شاوخوا د امنیتي ځواکونو مېشتېدنې خلک له ښوونځیو زړه توري کړي، چې هسې نه تر برید لاندې راشي.
هغه وویل پر دې سربېره د ځینو کورنیو بې ځایه کېدل هم هغه علت دی، چې د زده کوونکو د غیر حاضرۍ علت شوی دی.
د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ۳۰ سلنې زده کوونکو له ډلې ۲۰ سلنه يې نجونې جوړوي، چې ښوونځیو ته يې شا کړې ده.
دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې شمشاد تلویزون هم د غزني د ځايي اوسېدونکو په حواله راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونه تنکيو ځوانانو باندې جنسي تېري کوي.
د سرچینې په وینا په یوه بله پلمه تنکي ځوانان له ښاره د امنیتي ځواکونو مرکزونو ته وړل کېږي او جنسي تېري پرې کېږي.
د ولایتي شورا غړی عبدالباري شلګری هم وايي، چې خلک له وېرې حاضر نه دي، خپل اولادونه په تېره بیا نجونې ښوونځيو ته پرېږدي.
که څه هم د غزني په یوه اوونۍ جګړه کې ښوونیزو ادارو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د ځايي اوسېدونکو په قول امنیتي ځواکونو په لوی لاس تعلیمي ادارې له ګواښ سره مخ کړې دي.
د دوی په وینا عسکرو د ښځینه‌و د ښوونځیو تر څنګ پوستې جوړې کړې او په یوه بله پلمه د ښوونځي زده کوونکو نجونو ته مزاحمت کوي، چې ګڼې يې له زده کړو زړه تورې شوې دي.
د غزني امنیه قومندانۍ نږدې اوونۍ وړاندې ومنله، چې عسکر له خلکو سره ناوړه چلند کوي او ژمنه يې وکړه، چې د خلکو غږ به اوري، خو لا يې هم عملاً کوم اقدام نه لیدل کېږي.

شریک یي کړئ!