برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په غزني کې د نامعلومو کسانو له خوا پنځه هزاره وګړي چارماري شوي دي

آریانانیوز: د غزني سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د جاغوري او قره باغ ولسوالیو ترمنځ سیمه کې نامعلومو وسله والو پنځه کسان د هزاره قومیت چارماري شوي دي.


د غزني سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې ناپېژاندو وسله والو د جاغوري او قره باغ ولسوالیو ترمنځ سیمه کې پنځه هزاره ګان په وحشیانه ډول وژلي دي.

د دوی جسدونه د غزني ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې دغه کسان د قره باغ او جاغوري اوسېدونکي دي، چې د غره باغ ولسوالۍپه مربوطاتو کې د “طاقچین تمکي” په سيمه کې يواځې د هزاره توب په جرم په بې رحمانه ډول چارماري شوي دي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې د جسدونو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د دوی د شهادت جزیات لا نه دي معلوم او ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په غزني کې هزاره وګړي وژل کېږي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې د جسدونو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د دوی د شهادت جزیات لا نه دي معلوم او ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د تېر حکومت پر مهال په غزني کې ورته پېښې ډېرې شوې وې.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي