برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په غزني کې ماین چاودنې

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د غزني والي ویاند واحدالله جمعهزاده رسنیو ته ویلي؛ پرون مازیګر د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې هغه مهال د سړک غاړې ماین چادونه رامنځته شوه، چې د ملګي وګړیو د سپرلۍ موتر د وسلوالو مخالفانو لخوا پر ایښودل شوي ماین وربرابر شو
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ملکي وګړیو پر یوه فلاینګ کوچ ډوله موتر د وسلوالو مخالفانو له لوري د سړک غاړه ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ ملکي وګړي وژلي او اته نور ټپیان دي
جمعهزاده زیاته کړې؛ ټپیان د غزني ولایت ملکي روغتون ته رسول شوي دي
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي