برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

براون پوهنتون: په افغانستان کې د خوړو ناامني ۳۰ سلنه زیاته شوې

فقر

آریانانیوز: براون پوهنتون اعلان کړی چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني په دغه هېواد کې د امریکايي اشغال د دوو لسیزو د مخکې په پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.


براون پوهنتون په یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته ۹۲ سلنه افغانان د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې دا شمېره د ۲۰ کلنې جګړې تر پیل مخکې ۶۲ سلنه وه.

د دغه راپور پر بنسټ اوس مهال ۵۰ سلنه افغان ماشومان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، چې د ۲۰۰۱ کال په پرتله پنځه برابره زیات شوي دي.

په هرصورت د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د معلوماتو له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته د ۴۰ میلیونو افغانانو له ډلې ۹۷ سلنه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. تر ۲۰۰۱ کال مخکې د افغانستان اتیا سلنه نفوس بې وزله وو.

شریک یي کړئ!