برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اوچا: په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې سږ کال د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.


د بشردوستانه چارو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په ټویټر کې اعلان وکړ چې د ژوند ژغورنې روغتیایی خدماتو کې د پانګې اچونې نشتوالی به د هیواد ترټولو زیان منونکي خلکو د مړینې لامل شي.

اوچا زیاته کړه چې سږ کال په افغانستان کې له ۱۵،۶ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره نږدې ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري ۱۷،۶ میلیونو ته رسېږي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو سلو زرو زیږونونو کې ۶۳۸ مړینې لري.

یونیسف همداراز اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به ۲.۳ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. او اوس مهال، د دغو ماشومانو څخه ۸۷۵۰۰۰ د شدید حاد خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري.

دې سازمان دا هم اعلان کړی چې سږکال به شاوخوا 840 زره امیندواره میرمنې او شیدې ورکونکې میندې احتمال لري چې له حاد خوارځواکۍ سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي