برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغان ماشومانو ته د چاودیدونکو موادو د خطرونو ښوونه

یونیسف اعلان وکړ چې پلان لري په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون ۳.۶ میلیونه خلکو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهه ورکړي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) یو ځل بیا اعلان وکړ چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د چاودېدونکو توکو له پلوه خورا ډېر ککړ دی.

یونیسف نن په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې سږکال دغه سازمان پلان لري چې د ماشومانو په ګډون درې میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو ته د چاودیدونکو مهماتو د خطرونو په اړه پوهه ورکړي.

د یونیسف ویلي، د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو په پوهولو سره، دوی به پوه شي چې په څه ډول کولای شي له جګرو پاتي د چاودیدونکو توکو له مرګ ژوبلې ځان وژغوري.

په تېرو څو لسیزو کې د کورنیو او چریکي جګړو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زرګونه ماینونه ښخ شوي او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه ناچاوده توکي پاتې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي