برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د امریکا د جنایتونو مستند کول

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو د مستند کولو لپاره د دغه وزارت پلان اعلان کړ.


مولوي عتیق الله عزیزي په ننګرهار ولایت کې د امریکايي وحشیګري د مستند فلمونو د څارنې او ارزونې په علمي کنفرانس کې زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې په ټولو ولایتونو کې د امریکا د جنایتونو په اړه معلومات راټول او مستند کړو.

هغه زیاته کړه: دا ډول علمي سیمینارونه ډېر مهم او ارزښتناک دي، ځکه د خلکو اتلان ژوندي دي او د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبتیږي.

د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر وزیر څرګنده کړه: دا ډول کنفرانس به راتلونکي نسل ته دا روښانه کړي چې د دوی مشرانو په تشو لاسونو د امریکا او ناټو له نیواک سره مبارزه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي