برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغانستان د غذایی له پلوه تر ټولو ناامنه هېواد ګرځېدلی دی

فقر

آریانانیوز: ابزرور څېړنیز انسټيټيوټ اعلان وکړ چې افغانستان د سویلي اسیا په کچه د خوړو او تغذیې له پلوه تر ټولو ناامنه هېواد دی.


د ابزرور څېړنیز بنسټ چې مرکز یې په هند کې دی، اعلان کړی چې د دې انسټیټیوټ تازه څېړنو پایله ښيي چې افغانستان په جنوبي اسیا کې د خوړو او تغذیې د ناامنۍ له پلوه د ۱۳۶ هېوادونو په کتار کې لومړی ځای لري.

د دغې څېړنې له مخې له افغانستان وروسته هند، پاکستان، نیپال او سریلانکا هغه هېوادونه دي چې د غذایي مصونیت له لوړ خطر سره مخ دي.

د څارونکي څېړنیز بنسټ ویلي، دا وضعیت د یوې داسې سیمې لپاره خطرناک دی، چې ۶۰۰ میلیونه ماشومان پکې ژوند کوي او ۳۳ سلنه وګړي یې له شدیدې بې وزلۍ سره مخ دي.

که څه هم د دغه څېړنیز بنسټ څېړنې ښيي چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د مړینې کچه د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، خو یوازې په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې یو میلیون او سل زره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ وو.

یاد بنسټ د دې وضعیت لاملونه جګړه، وچکالي، طبیعي کړکیچونه، سیاسي او اقتصادي وضعیت او پر افغانستان د اوکراین د جګړې اغیزې بللي دي.

په دې څېړنه کې، چې د غذایي توکو مصونیت په اړه ترسره شوې، د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان د هغه هېواد په توګه یاد شوی، چې نفوس یې په سمه توګه نه دی زیات شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي