برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, fun, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغانستان د بشري ناورین ځپلو هیوادونو په نوملړ کې دریم ځای خپل کړ

آریانانیوز: د ژغورنې نړیوالې کمیټې په بشري ناورین کې د ښکیلو شلو هیوادونو نوملړ خپور کړی چې په کې سومالیا، ایتوپیا او افغانستان په ترتیب سره په سر کې دي.


د ژغورنې نړیوالې کمېټې د هغو ۲۰ هېوادونو نوملړ خپور کړ چې په بشري بحران کې ښکېل دي.

د دې کمیټې په وینا، په لست کې لومړني لس هیوادونه به په راتلونکي کال (2023) کې له خورا بد بشري بحران سره مخ شي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې افغانستان د ۲۰۲۲ کال د څارنې په نوملړ کې لومړی ځای درلود، خو په ۲۰۲۳ کال کې یې درېیم ځای خپل کړ.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لامل نه دی، بلکې د ختیځې افریقا وضعیت ډېر کړکېچن دی.

دغې کمیټې زیاته کړه چې د واک له بدلون څخه څه باندې یو کال وروسته افغانان له اقتصادي سقوط سره مخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، په داسې حال کې چې تېر ژمي کې د مرستو چټک زیاتوالی د قحطۍ مخه ونیوله، خو د بحران اصلي لامل پاتې دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، د افغانستان نږدې ټول نفوس اوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او بل اوږد ژمي ته تیاری نیسي.

د دې کمیټې په وینا، افغان میرمنې او نجونې به د دې سختۍ دروند بار تجربه کړي او دوی لاهم د تاوتریخوالي او استثمار له خطر سره مخ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي