برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ سرطان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

مدارس دخترانه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له طالبانو غوښتي چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.


د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ مشر رامیز الکبروف وویل: له طالبانو سره په خبرو کې تل اورو چې دوی وايي زده کړه د انسان حق دی او چارواکي یې مخالف نه دي، خو موږ غواړو چې دا ټول مسایل په عمل کې وګورو ځکه موږ باور لرو چې افغان نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي.

رامیز الکبروف همداشان ټینګار وکړ: په افغانستان کښې د ملګرو ملتو مسئولیت زیانمنو خلکو ته د بشردوستانه مرستو رسول دي، نه د طالبانو په رسمیت پیژندلو مسله.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیله څه باندې لس میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه هیڅ هیواد دوی په ​​رسمیت نه دی پیژندلی.

تر دې مخکې طالب چارواکو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره(حمل له لومړۍ د مارچ ۲۱مه) به په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي.

په دې برخه کې د طالبانو وعده خلافۍ له کورنیو او بهرنیو اعتراضونو سره مخ شوې ده. له تېرو لسو میاشتو راهیسې د نجونو ښوونځي په ځانګړې توګه لېسې تړل شوي دي.

شریک یي کړئ!