برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ایران د افغانستان له حکومت سره دطالبانو دخبرو ملاتړ کوی

دایران دبهرنیو اړیکو د ستراتژیکې شورا مشر کمال خرازی په افغانستان کښې دسولې او دثبات د ټینګیدا په لړ کښې له حکومت سره د طالبانو له خبرو د ایران داسلامی جمهوریت د ملاتړ په اعلانولو سره په دغه هیواد کښې د داعش ډلې په فعالیت اندیښنه وښودله .


هغه پرون په کابل کښې دافغانستان د حکومت د اجرایی مشر له مرستیال محمد محقق سره په کتنې کښې د دغه هیواد د بیلابیلو ډلو د ملګرتیا او همفکرۍ پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل دایران اسلامی جمهوریت دهغو خبرو اترو چې په افغانستان کښې دامنیت دتامینیدا او د سولې او دثبات د ټینګیدا لپاره ترسره کیږی ملاتړ کوی او په دې خبره چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې فعاله شوی ده او یوشمیر هیوادونه ددغه ډلې ملاتړ کوی خواشینۍ او اندیښنه څرګندوی .

د افغانستان د حکومت داجرایی مشر مرستیال محمد محقق هم په دغه کتنې کښې وویل له بده مرغه داسې نښې نښانې شته چې سرزوری کسان دافغانستان له بهر څخه مرستې ترلاسه کوی .

هغه وویل دداعش ترهګرې ډلې هدف چې په افغانستان کښې فعاله شوی ده او ترهګرې حملې هم کوی د هیواد د بیلابیلو قومونو او مذهبونو ترمینځ د درز او اختلاف رامینځته کول دی .

محمد محقق وویل له نیکه مرغه د افغانستان مذهبی او قومی ډلې په ښه ډول د هیواد ددښمانانو له سپیرو هدفونو خبر دی او دښمانان یې خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې له ماتی سره مخ کړی دی .

شریک یي کړئ!