برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ستنېدو حق په لاريون کښې نور49 فلسطينيان زخمي شول

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې پرون د جُمعې په ورځ د ستنېد حق نومې لاريون د وادي الحمص له اوسيدونکو سره د پيوستون تر عنوان لاندې ترسره شو.
صهيونېسټوفوځيانو د فلسطيني مظاهره کونکو د ځپنې په دوران کښې په فلسطينيانو باندې د جنګي ګوليوله چلولو نه علاوه په هغوي اوښکې بيونکے او زهرجن ګېس هم استعمال کړ.
د فلسطين د روغتيا وزارت وويل، په زخميانو کښې د شين هوا چيني خبري آژانس د خبريال په شمول دوه خبريالان هم شامل دي.
د ستنېدو حق نومې صلح ايز لاريون د غزې په تړانګه کښې د زمکې د ورځې په مناسبت د ۲۰۱۸ کال د مارچ له دېرشمې نېټې شروع شوے او هم هغه شان دوام لري چې پکښې له هغه وخت نه تر اوسه پورې لږ تر لږه درې سوه لس فلسطينيان د صهيونېسټو ځواکونو په ډزو سره شهيدان او يودېرش زره هم ژوبل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي