برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

چین: امریکا د سوریې د خلکو شتمني لوټوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند واشنګټن د سوریې د تېلو په غلا تورن کړی دی.


د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لی جیان په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې په سوریه کې د امریکا د پوځ اقدامات په کلکه وغندل او ټینګار یې وکړ: د سوریې په وړاندې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د زورزیاتیو اقداماتو سره، واشنګټن په ښکاره د سوریې د خلکو سرچینې او شتمنۍ لوټوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سوریې د تیلو په غلا کولو کې د امریکا د اقداماتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: واشنګټن د سوریې ملي زیرمې لوټ کوي او په ښکاره د سوریې د خلکو شتمني یې غصب کړې، چې په هغه هیواد کې یې بشري بحران لاپسې زیات کړی دی.

ژاو لي جيان زياته کړه: د سوريې خلک د امريکا له خوا د دغه هېواد د شتمنيو د لوټلو او د واشنګټن له خوا د ظالمانه اقتصادي بنديزونو له لګولو څخه ډېر ځوريږي.

هغه همداشان په ​​سوریې کښې د امریکې د پوځ جنایتونو ته په اشارې سره چې په دغه هیواد کښې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ د پوځی مداخلې په ترڅ کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه د لسګونو زرو ملکیانو وژل شامل دی وویل: د امریکا د پوځ په یوه برید کې په رقه کې تر ۱۶۰۰ زیات ملکي وګړي ووژل شول.

 

په داسې حال کې د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو د کميټې وياند په شينجيانګ کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د اروپايي پارلمان پرېکړه ليک غندلی او اعلان يې کړی دی: بېجينګ د اروپا د پارلمان له سياسي فريبکارۍ او د بشري حقونو تر پلمې لاندې د چين په کورنيو چارو کې له ښکاره لاسوهنې سره سخت مخالفت کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي