برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادي کېدو په غندنه کښې د بحرين خلقو بيا مظاهرې

آریانانیوز: د الميادين ټي وي چېنل په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نن په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو منامې ته د سفر لپاره د اسرائيلو وزيراعظم بنيامين نتن ياهو ته په بلنه کښې د بحرين د رژيم له اقدام سره په خپل سخت مخالفت تاکيد وکړ.


يديعوت آحارونوت صهيونېسټي ورځپاڼې په دې وروستيو کښې له دې پرده اوچته کړه چې د بحرين آل خليفه رژيم د دواړو خواو ترمېنځ د څرګندو تعلقاتو د شروع د اعلانولو لپاره له اسرائيلو سره د محرمانه صلاح مشورو په حال کښې دے چې منامې ته د اسرائيلو د وزيراعظم بنيامين نتن ياهو راتلونکے سفر به يې شروع کونکے وي.
د بحرين خلقو په دغو مظاهرو کښې په لاسو کښې د شېخ علي سلمان د تصويرونو په اوچتولو د هغه او د بحرين د پارلېمان د دوو نمائندګانو لپاره د عمر قېد د حکم صادرول ظالمانه وبلل.

د تېرې جمعې په ورځ هم د بحرين خلقو د لوفاق د اسلامي ملي جمعيت له مشر شېخ علي سلمان څخه په ملاتړ او له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادي کولو لپاره د آل خليفه رژيم د کوششونو په خلاف مظاهرې وکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي