برخه -څانګه : accidents, politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په لويديځه غاړه کښې د دريو صهيونېسټي فوځيانو مرګ ژوبله

آریانانیوز: د اسرائيلي «صفر څلور صفر څلور نومې» سائيټ په نقل سره د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې په دغو عملياتو کشې درې اسرائيلي فوځيان ژوبل شول چې له هغو څخه دوه تنه د زياتې وينې بهېدو له امله په هلاکت ورسېدل.



د عملياتو عامل د پېښې له ځاے تښتېدلے دے او صهيونېسټي امنيتي ځواکونو د هغه د موندلو لپاره هلې ځلې شروع کړې دي.
د دا ډول عملياتو د تکرارېدو له ويرې په آرييل ښار ګوټي کښې زيات صهيونېسټي فوځيان ځاے پرځاے شوي دي.
په همدې حال کښې د فلسطين اسلامي جهاد غورځنګ غړي مثنی النجار تاکيد وکړ، دغه عمليات په غزه، قدس شريف او خان لاحمر کښې د غاصبو صهيونېسټانو د جنايتونو په ځواب کښې دي.
د دغه غورځنګ وياند داود شهاب هم وويل د صهيونېسټانو جنايتونه به بې ځوابه پرې نښودل شي.
هغه له صهيونېسټ مېشته ښارګي جوړونې سره مبارزه د مبارزانو او انقلابيانو روا او قانوني حق وبلۀ او له فلسطيني ملت څخه يې وغوښتل د نيواکګرو ترهه ګرو په مقابل کښې دې ټينګ اودريږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي