برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ملګرو ملتو کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف د نهو پرېکړليکونو تصويب

آریانانیوز: په داسې حال کښې چې اسرائيلي رژيم په نيواکي زمکو کښې خپلو غېرانساني جنايتونو ته دوام ورکوي، د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د صهيونېسټ رژيم په خلاف د نهو پرېکړليکونو په تصويبولو سره د دغه رژيم له اقداماتو سره خپل مخالفت اعلان کړ.


په دغه غونډه کښې امريکې د وړومبي ځل لپاره په دې زمينه کښې له خپلې رويې څخه چې ممتنعه رائې به يې ورکوله لاس واخېست او د منفي رائې په ورکولو سره يې له اسرائيلو څخه په خپل بشړه ملاتړ تاکيد وکړ.
د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ څلورمې کمېټۍ د نهو پرېکړليکونو په تصويبولو سره د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټ رژيم د غېر قانوني اقداماتو دوام او د فلسطيني ښاريزو او په نيواکي زمکو کښې د نورو اوسېدونکو عربو د حقوقو خلاف ورزي وغندله.
د يو پرېکړليک د مفاد له مخې عمومي اسمبلۍ د اسرائيلو له ښارګي جوړونې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره په نيواکي زمکو کښې د عامه فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټي ځواکونو په تشدد ناکو اقداماتو او د فلسطيني ښاريزو په خلاف د صهيونېسټ مېشته ښارګيو د اوسېدونکو په تحريکونکو اقدماتو نيوکه وکړه او د عامه فلسطينيانو د وژلو او زخمي کولو او په خپل سري توګه د هغوي د نيولو او بندي کولو په شمول په فلسطين کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزي کونکو اقداماتو د ختمولو غوښتنه وکړه.
که څه هم د ملګرو ملتو پرېکړليکونه لازموالے نه رامنځته کوي، خو د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د صهيونېسټ رژيم د اقداماتو غندنې ته د غړيو رائې ورکول په تېره بيا د جولان د پرېکړليک تصويبېدل د اسرائيلو لپاره يو واضحه پېغام لري په دې اړه چې د جولان قبضه د ملګرو ملتو د منشور او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.
په دې زمينه کښې په ملګرو ملتو کښې د سوريې دائمي استازے بشارالجعفري په دې باندې په تاکيد سره چې جولان د سوريې د خاورې يوه برخه ده، وائي: دمشق به دغه سيمه که له سوله ايزې لارې وي او که د جنګ له لارې وي واپس اونيسي.
د دغو پرېکړليکونو تصويب په داسې حال کښې دے چې د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټانو غېرانساني اقدامات نه يوازې هم هغه شان دوام لري بلکه له اسرائيلو څخه د واشنګټن په ملاتړي اقداماتو او سياستونو سره اوس په فلسطينيانو باندې دباونه زيات شوي دي. په حقيقت کښې واشنګټن د صهيونېسټ رژيم له سياستونو څخه په هر اړخيز ملاتړ سره د پېړۍ د معاملې په نامه له دغه رژيم سره د ګډ پلان د منلو په خاطر په فلسطينيانو باندې د دباو زياتولو کوشش کوي. خو فلسطينيان هيڅکله دغه پلان نه مني. له دې امله په تېرو دوو کلونو کښې له اسرائيلو څخه د هراړخيز ملاتړ او له فلسطينيانو سره د مخالفت په زمينه کښې د ټرمپ اقدامات زيات شوي دي. په دې اړه له اسرائيلو څخه د ملاتړ په لړ کښې د صهيونېسټ رژيم د پائتخت په توګه د قدس په رسميت پېژندلو، قدس شريف ته د امريکې د سفارتخانې وړلو، له آنروا سره د مرستو ختمولو، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له شورا څخه وتلو په شان اقداماتو ته اشاره کولې شوو.
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر محمود عباس په دې باره کښې وائي: د فلسطين مسئله نن په ډېرو سختو حالاتو کښې شتون لري، خو مونږ نااميده نه شوو او د خپلو مقاصدو تر حاصلولو او د قدس شريف په مرکزيت سره د فلسطين خپلواکه حکومت تر جوړولو پورې به ټينګ اودريږوو.
د واشنګټن له ملاتړ کونکو سياستونونو سره سره اوس له هر نورو وختونو نه زيات نړيواله ټولنه او حتی د اسرائيلو اروپائي انډيوالان د صهيونېسټانو له اقداماتو سره مخالف دي او د فلسطينيانو په خلاف د هغوي سياستونه غندي.
په ملګرو ملتو کښې د اروپائي اتحاديې د نمائندګۍ د پلاوي مشر ژوان اېډامسن په دې اړه وائي: اروپائي اتحاديه د تخريبولو او په اجباري توګه د خلقو د نيولو، وېستلو او منتقلولو په مشول د اسرائيلو د ښارګي جوړونې له اقداماتو او سياستونو سره سخته مخالفه ده.
په داسې حالاتو کښې د صهيونېسټ رژيم د اقداماتو په غندلو کښې د نهو پرېکړليکونو تصويبېدل دا ښودنه کوي چې د صهيونېسټ رژيم له تيريګرو سياستونو او اقدماتو سره د مقابلې په لړ کښې نړيواله اجماع رامنځته شوې ده او ورځ په ورځ لا مضبوطيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي