برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر صهيونېسټانو د فلسطين مقاومت د توغنديو باران

آریانانیوز: د فلسطين مقاومت پرون سحر د صهيونېسټ رژيم د حملو په ځواب کښې له پنځوسو زيات صهيونېسټ مېشته ښارګوټي د خپلو توغنده اي حملو هدف وګرځول.


ځينو خبري سرچينو وويل د فلسطين مقاومت په صهيونېسټ مېشته ښارګوتو باندې له څلورو سوو نه زيات توغندي اورول او په ټول نيواکي فلسطين کښې د خطرې سائرنونه ووهل شول
صهيونېسټان د فلسطين د مقاومت د ځواکونو حملو په وحشت او ويره کښې راوستلي دي.
عربو سرچينو اعلان وکړ په دغو حملو کښې تر اوسه دوه صهيونېسټان وژل شوي او له پنځوسو نه زيات ژوبل شوي دي.
د فلسطين د مقاومت توغنده اي حملې د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټانو د وروستيواته څلوېښتو ګېنټود جنايتونو په ځواب کښې شروع شوې دي.
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په دې وروستيو کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د فلسطين خلق حق لري چې له ځانه دفاع وکړي واضحه کړه، د بمبارۍ ځواب بمباري ده.
صهيونېسټ رژيم د ګل له شپې څخه د غزې په تړانګې باندې د خپلو حملو نوې دور شروع کړے دے.په دغو حملو کښې د حماس د فوځي څانګې د شهيد عزالدين قسام کنډکونو د يو قوماندان نورالدين محمد سلامه برکه په شمول تر اوسه لږ تر لږه لس فلسطينيان په شهادت رسېدلي دي او لسګونه نور هم ژوبل شوي دي.

شریک یي کړئ!