برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم ډېر زر به عربو هېوادونو ته سفر وکړي

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې بنيامين نتنياهو په نيواکي قدس کښې د چاډ له ولسمشر ادريس دېبي سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې همدارنګ وويل، اسرائيل د آفريقې زړۀ ته د رسېدو لپاره د پلاننګ په حال کښې دے.


د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم د تېر اکتوبر په پينځلسمه نېټه د دغه رژيم په پارلېمان کښې ويلي وو، اسرائيل او عرب هېوادونه له بل هر وخت نه زيات يو بل ته نزدې شوي دي.
نتنياهو د اکتوبر په وروستيو کښې عمان ته سفر وکړ چې دغه سفر د اسلامي هېوادونو او د مقاومت د محاذ له نيوکو سره مخامخ شو.
په دې وروستيو مياشتو کښې له اسرائيلو سره د ځينو عرب رژيمونو په تېره بيا د سعودي او اماراتو رژيمونو د تعلقاتو د بحالولو چلند ګړندے شوے دے.
له اسرائيلو سره د تعلقاتو د بحالولو لپاره د عربو هېوادونو کوششونه په داسې حال کښې دي چې صهيونېسټ رژيم کلونه وشول د فلسطينيانو له ځپلو نه علاوه زياتره اسلامي –عربي سيمې نيولې دي.
همدارنګ د سوريې ، عراق او يمن کړکېچ اماراتي، سعودي او صهيونېسټي ريښه لري، امارات ، سعودي او صهيونېسټ رژيم په عراق او سوريې کښې له ترهه ګرو څخه ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي