برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بحريني د ۲۴ښاريزو تابعيت سلب کړے شو

دیو رپوټ له مخې د بحرين د بشري حقوقو مرکز په خپل مياشتني رپوټ کښې دې ته په اشارې سره چې په تېره ميلادي مياشت کښې په دغه هېواد کښې د بشري حقوقو يو زر ۶۶۸ خلاف ورزۍ شوې دي وويل، دغه اندازه له تېرې مياشتې سره په پرتله کشې دېرش فيصده زياته شوې ده.


د بحرين جنائي محکمې د تېر زيارت په ورځ هم د بحرين لس ښاريز په عمر قېد، لس نور په لس کاله قېد، درې تنه په پينځه کاله قېد او يو بل بحريني ښاريز په درې کاله قېد محکوم کړ.
بحريني چارواکو همدارنګ د تېرې شورو په ورځ د اوو نورو بحرينانو دوسيه د بحرين اوسعودي ترمېنځ په پائپ لائن کشې د خلل رامنځته کولو په بهانه جنائي محکمې ته ولېږله.
د صلحې ډېموکرېټک تنظيم او د بشري حقوقو ادارې اعلان کړے دے چې د بحرين د جېلونو حالت ورځ په ورځ لا خرابيږي او د بحرين د انقلاب له ابتداء راهسې په دغه هېواد کښې د قيدي ښځو شمېر ۳۳۰ تنو ته رسېدلے دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي