برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د برما مسلمانان لاهم له تشدد او شکنجو سره مخامخ دي

آریانانیوز: دیو خبر له مخې یانګ هي لي ملګرو ملتو ته د خپل رپورټ په وړاندې کولو سره ویلي چې په میانمار کښې حالات د مسلمانانو لپاره لاهم ډیر بوږنونکي دي او په دغه هیواد کښې له بنګله دیشه د ستنیدونکو کډوالو لپاره هیڅ خوندي ځاې نشته.
د ملګرو ملتو خپلواکه مفتش زیاته کړه: د میانمار حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې په راخین صوبه کښې د روهنګیا مسلمانانو خلاف د ځورونې او تشدد لړۍ ختمه کړي او په دې وجه دې کډوال له بنګله دیش څخه میانمار ته نه ورستنیږي.
د ویلو ده چې د میانمار یا برما راخین مسلمان میشته صوبه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو د حملو په ډګر بدله شوې او زرګونه بیګناه مسلمانان په کښې وژل شوې دي.
بنګله دیش او میانمار په تیرو کابو دوو کلونو کښې خپلو کورونو ته د روهنګیا مسلمانانو د ستنیدو په لړ کښې دوه موافقې لاسلیک کړې دي خو د میانمار د حکومت له خوا د مناسبو حالاتو د نه برابریدو په وجه لاهم نه دي اجرايي شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي