برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملګرو ملتو د میانمار د پوځ د قومندان په محاکمه کیدو ټینګار

آریانانیوز: رویټرز لیکلي چې په میانمار کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې خبریالې یانګي لي Yanghee Lee پرون وویل: د میانمار د پوځ قومندان باید د دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو خلاف د نسل وژنې په جرم محاکمه شي.



هغې څرګنده کړه چې میانمار ته د کډوالو له ستنیدو مخکښې د دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو خلاف د جنایتونو د عاملانو محاکمه کیدل ضروري دي.
د ویلو ده چې بنګله دیش او میانمار د دغه هیواد په راخین صوبه کښې خپلو کورونو ته د روهینګیا قام د مسلمانو کډوالو د ستنولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې ده خو تراوسه اجرايي شوې نه ده.
ملګرو ملتو له دې مخکښې هم د میانمار پوځ په دغه هیواد کښې د نسل ختمونې عامل او د نړس ترټولو بد پوځ بللی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي