برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له سوچي څخه د وجدان سفیر نومې معتبر انعام بیرته اخیستل

آریانانیوز: د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د میانمار د واکمن ګوند له مشرې آنګ سان سوچي Aung San Suu Kyi څخه یې د (وجدان سفیر Ambassador of Conscience) نومې معتبر اعزاز واپس اخیستی دی.


د بخښنې نړیوال سازمان په دغه بیانیه کښې څرګنده کړې ده: آنګ سان سوچي د میانمار د پوځ د جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده او نه پریږدي چې د دغه هیواد پوځي ماموران محاکمه شي.
دغه سازمان د میرمن سوچي کړچار د هغو ارزښتونو سره خیانت بللی چې یوه ورځ یې دا په خپله تش د نامې بیلګه وه.
له دې مخکښې بریتانیا هم له آنګ سان سوچي څخه د (آکسفرډ آزادي) نومې نشان بیرته اخیستی و.
دا اقدمات د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ د حملو په غبرګون کښې شوي دي.
د لندن آکسفرډ پوهنتون هم د خپل سینټ هیو پوهنځي له وره څخه هغه ساین بورډ راکوز کړ چې د میرمن سوچي انځور پرې موجود و.
دغه پوهنتون په ۲۰۱۲ کال کښې آنګ سان سوچي ته افتخاري دکترا ورکړې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي