برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا کانګریس ته دوه مسلمان نوماندان بریالي شوي

آریانانیوز: د امریکا د کانګریس د ۴۳۵ چوکیو لپاره ټاکنې روانې دي، خو په ځينو ایالتونو کې د رایو شمېر راوتلی دی.


د مشیګان دیربورن ښار چې د امریکايي مسلمانانو مرکز بلل کېږي، شاوخوا ۵۰۰زره مسلمانان پکې مېشت دي همدارنګه د «مینه سوټا» ایالت کې هم ډېری سومالیايي کډوال مېشت دي.
تر اوسه په مینه سوټا ایالت کې سومالیايي نژاده الهان عمر او په مشیګان ایالت کې فلسطیني نژاده رشیده طیب ډېرې رايې ګټلې دي.
که څه هم د کلیفورنیا په څېر ستر ایالت کې لا هم رایې نه دي شمېرل شوې، خو امریکايي رسنۍ وايي د امریکا کانګریس کې د ولسي جرګې غوښنه برخه به د ډیموکراټانو وي.
تر اوسه په سنا کې د جمهوریپالو چوکۍ ۴۸، د ډیموکراټانو ۳۸ او ۱۴ نورې لا هم معلومې نه دي.
همدارنګه ولسي جرګه کې ډیموکراټانو ۱۰۳ چوکۍ، جمهوريپالو ۱۱۶ چوکۍ ګټلې او ۲۰۰ نورې لا هم معلومې نه دي.
د امریکا کانګریس ته دوه مسلمان نوماندان په داسې حال کې لار پیدا کوي، چې امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو پر ضد په جګړه بوخته ده.

شریک یي کړئ!