برخه -څانګه : video -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ویډیو / په فاریاب کې د طالبانو لخوا د ملي اردو دکومانډو ځواکونو ډله ییزه وژنه

دانلود ویدیو

آریانانیوز: سي این این په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې چې ښیې په فاریاب کې طالب جنګیالیو لږترلږه 22 د ملي اردو کمانډو له تسلیمیدو وروسته چارماري کوي.

د سی این این شبکې لخوا خپره شوې ویډیو د روان کال د غبرګولی په 26 د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې پیښو پورې اړه لري کله چې ولسوالي د امنیتي ځواکونو سره د سختو نښتو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

په ویډیو کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو شمیر افسران خپلې وسلې طالبانو ته تسلیموي او طالبان د جګړې د اصولو له پام غرځولو سره پر دوی ډزې کوي.

د طالبانو ډلې دغه ویډیو جعل سازي بللې ، مګر سي این این راپور ورکړی چې سور صلیب تایید کړې چې د 22 افغان امنیتي ځواکونو مړي له سیمې څخه ترلاسه شوي دي.

په عین حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو عمل یو جنګي جنایت بللی دی.

دې سازمان یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې پیښې وښودله چې د طالبانو ادعا چې دوی خپل چلند بدل کړی دی په بشپړ ډول دروغ و.

اعلامیه د طالبانو کړنې فجیع بولي او وايي چې د طالب یاغیانو وژنې د سولې خبرو کې د بشري حقونو ته درناوي د ډلې ادعا کمزورې کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې د دې ناوړه عمل عاملین دې وپلټي او عدالت ته یې وسپاري.

په هرصورت ، سازمان ټینګار کړی چې که نه نو نړیواله ټولنه او نړیواله جنایی محکمه باید اقدام وکړي.

شریک یي کړئ!