برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شپږمه صليبي جګړه او د بې همتو واکمنو او درباري عالمانو کړني

”د حق او باطل جګړې“ له کتاب څخه
په ١٢٢٣ع.کال د عيسويانو پاپ ”دوهم هونوريوس“ د طاغوتيانو او کليساوالو غونډه راوغوښته څو بله صليبي جګړه پر لار واچوي. تصميم دا سو چي دې جګړې ته دي د جرمني امپراتور دوهم فريډريک ولاړ سي. ځکه هغه په ١٢١٥ع.کال کله چي يې د پاچهۍ تاج پر سر ايښووى ژمنه کړې وه چي صليبي جګړې ته به وردانګي. په دې موخه په دې غونډه کي وويل سول چي د بيت المقدس د واکمن جان برين لور دي فريدريک په نکاح کړي. فريدريک په غونډه کي لوړه وکړه او ويې ويل چي په ١٢٢٥ع.کال به د بيت المقدس پر لور پوځونه ور وخوځوي. خو دى اصلاً د جګړې سړى نه وو. له دې امله يې جنګ تر ډېره مهاله وځنډاوه. بالاخره يې د پاپ د فشار له امله ژمنه وکړه چي د ١٢٢٧ع.کال د اګست پر ٢٥مه به هرومرو جګړې ته خوځي. په دې ترڅ کي پاپ هونوريوس ومړ او ځاى يې نهم ګريګوري ونيو. په هر صورت په دغه نېټه د فريډريک پوځونه د بيت المقدس پر لور وخوځېدل او څو ورځي وروسته فريډريک هم پسي روان سو. خو په لار کي ناروغه سو او په اټلي کي تم سو.
څنګه چي ده د ملک الکامل (د ايوبي سلطنت يو ضعيف واکمن) سره د دوستۍ تودې اړيکي درلودې او له بلي خوا هغه مهال د پاچهانو لپاره ليک لوست يو ناوړه کار وو، خو فريډريک په څو ژبو پوهېدى؛ عربي يې ښه زده وه؛ قرآن کريم يې هم مطالعه کاوه؛ د ساينس او فلسفي علومو سره يې هم مينه درلوده؛ په خپله مېرمن به يې حجاب کاوه او هم يې د عيسويت د دين ضد دهري ډوله افکار درلودل او د مسلمانانو سره په جنګ کي يې هم ځنډ راوستى، نو ځکه پاپ ګريګوري هغه له دين څخه وايست ( تکفير يې کړ). په مقابل کي فريډريک هغه دروغجن او ډېر خطرناک سړى وباله.
د صليبي جنګيں کتاب په ( ١٧٤مخ ) کي د دغو خبرو په ترڅ کي او د شعر الجهاد في الحروب الصليبية په ٥٢ مخ کي ليکي: کله چي العادل مړ سو د واک پر سر د ده د درو زامنو، الکامل، المعظم او الاشرف تر منځ سختي شخړي وپاڅېدلې. الکامل د دوهم فريډريک څخه د خپل ورور معظم پر ضد چي د دمشق واکمن وو مرسته وغوښته او هغه ته يې د مرستي د غوښتلو لپاره ليک واستاوه او د مرستي په بدل کي يې د بيت المقدس، او نورو ټولو ساحلي سيمو کومي چي د ده اکا اتل صلاح الدين ايوبي له صليبيانو ژغورلي وې، د بېرته ورکولو وعده ورکړه. له دې امله فريډريک له دې طلايي چانس څخه د ګټي اوچتولو په موخه پر خوځښت راغى.
ډرامه يي جګړه او بيت المقدس :
کله چي فريډريک عکا ته ورسېد حالاتو بدلون موندلى وو. المعظم وفات سوى وو. الکامل د فريډريک مرستي ته اړتيا نه درلوده. فريډريک الکامل ته وويل:” زه ستا دوست يم. ستا د خبري له مخي دلته راغلى يم. پاپ او د اروپا خلک زما د دې سفر په موخه خبر دي. که زه خالي لاس ستون سم، ډېر به بې عزته سم. نو خداى ته وګوره بيت المقدس ما ته وسپاره. څو زه له دې امله سر لوړى سم “ .
د الکامل هم جګړې ته زړه نه کېدى، ځکه دغه مهال د تاتاريانو د تاړاکونو او دغه لور ته د هغو د وړاندي تګ آوازې ور رسېدلي وې او په دوو جبهو کي جنګ ورته ستونزمن وو. ده هغه ته وويل: ” ستا غوندي زه هم اړ يم چي د خپلو خلکو خيال وساتم. که زه بيت المقدس تا ته درکړم، زما ژوند ستونزمن کيږي او د اسلام عالمان ما له واکه را پرځوي “ . بالاخره يې فريډريک ته مشوره ورکړه چي ته په يو ډول مصنوعي جګړه تظاهر وکړه. زه به خپلو خلکو ته ووايم چي د وينو بهېدو د مخنيوي په خاطر مي له مجبوريته بيت المقدس عيسويانو ته خوشي کړ. هغه وو چي د ١٢٢٨ع. کال په نومبر کي فريډريک د خپلو درو زرو تنو پوځيانو سره د جګړې ډګر ته ووت. الکامل د خبرو اترو ډرامه پر لار واچول او مسلمانانو ته يې امر وکړ چي له بيت المقدس څخه ووزي. د دې خبري په اورېدو سره د مسلمانانو د اعتراضونو ږغونه د ساندو او ژړاوو سره پورته سول. په دغسي ناخوښه او ترينګلي حالت کي د ١٢٢٩ع.کال د فرورۍ پر ١٨مه بيت المقدس فرنګيانو ته وسپارل سو. د لسو کالو لپاره تړون لاسليک سو. د دې تړون له مخي بيت اللحم، بيت المقدس او څو ساحلي سيمي عيسويانو ته ورکړل سوې. قبة الصخره او مسجد الاقصى د مسلمانانو سره پاته سوه او د عيسى عليه السلام زيارت هم عيسويانو ته ورکړه سو.
فريډريک د بيت المقدس ښار ته ننووت او پر وګرځېد. (اوس نو د سرکاري عالم همت ته پام وکړئ) د نابلس قاضي شمس الدين هم ورسره ملګرى وو. په دې ترڅ کي فريډ ريک يو کشيش وليد چي انجيل يې په لاس کي وو او مسجد الاقصى ته يې د ننوتلو کوښښ کاوه، خو فريډريک خوشکه ورته وکړه او منع يې کړ. په دې بل سهار يې له نوموړي قاضي څخه پوښتنه وکړه چي قاضي صاحب ! څه خبره ده چي په ښار کي د اذانونو آواز نه اورېدل کيږي؟ قاضي ورته وويل:” صاحبه ! ستاسي مريي ستاسي د تعظيم لپاره مؤذن له اذان کولو څخه منع کړى دى“؟؟ ټولواکمن ورته وويل: ” تاسي تېر وتلي ياست قاضي صاحب! په بيت المقدس کي زما د شپې تېرولو تر ټولو لوى سبب دا وو چي د اذان زړه راکښونکى آواز واورم “ .( السلوك لمعرفة دول الملوك، ١ /٧٢ مخ).
بيا فريډريک په بيت المقدس کي د تاج ايښوولو مراسم تر سره کړل او ويې ويل: ” وګورئ نن د ژغورني ورځ ده. زه ستاسي او خداى تر منځ اړيکي ټينګوونکى يم “. بيا يې وويل: ” وړاند وينه سوې وه چي يو ” وروستى ټولواک “ بيت المقدس ته له مرييتوب څخه نجات ورکوي او ختيځ او لوېديځ به يې تا بع کيږي. ما دغه وړاند وينه رشتيا کړه“.
خو بله ورځ له عکا څخه د ستر پادري لخوا پيغام ورسېد چي په بيت المقدس کي هر ډول مذهبي مراسم او عبادتونه منع دي او فريډريک” وروستى ټولواک “ نه، بلکي ” خردجال “ دى. ټيمپلرانو او هاسپټلرانو، پاپ او ستر پادري ويل چي دا څنګه صليبي جګړه وه چي د مسلمانانو يو څاڅکى وينه پکښي توى نه سوه؟ له صليبي جګړې څخه خو موخه د مسلمانانو سره خبري اتري نه دي، بلکي مطلب د دوى وژل دي.
ټيري جونز او الين اريرا وايي چي له دې څخه څرګنده سوه چي د روم د پاپ اصلي موخه ويني تويول او عام وژنه وه، نه د بيت المقدس تر لاسه کول. يوه عېسوى په دې اړه څه ښه ليکي دي چي: ” عيسوي مذهبي ټيکه داران خپل واک د درواغو، تېر ايستلو، تشدد، لوټمارۍ او نورو هرډول ټګيو څخه په کار اخيستنه ټينګوي “.
د مسلمانانو اعتراضونه :
له بله لوري مسلمانان الکامل ته پورته سول. د اذان وخت نه وو ، خو د هغه د حرمسراى مخ ته يې اذانونه وکړل. اما الکامل ډېره بده وضع ورسره وکړه او ورته ويې ويل چي ځئ لاس مو خلاص!! له دې امله په هرځاى کي مسلمانانو له الکامل څخه کرکي څرګندي کړې. په دې هکله ابن تغري بردي د النجوم الزاهرة في ملوك مصر والقاهرة په٢/ ٢٠٦مخ کي ليکي: کله چي فريډريک ته د بيت المقدس د سپارلو خبر خپور سو مسلمانانو د قيامت ورځ جوړه کړه او شورماشور جوړ سو. له دې امله فريډريک له بيت المقدس څخه تر دوو شپو تېرولو وروسته ووت او يافا ته ولاړ.
د دمشق واکمن الملک الناصر داود بن معظم د خپل اکا الملک الکامل پر ضد مسلمانان نور هم تحريک کړل. د دمشق په جامع جومات کي بې شمېره خلک د اعتراض په دود راغونډ سول او د خپل غم او غوسې څرګندونه يې په ژړاوو او د الکامل پر ضد په چيغو او نارو و کړه. حافظ شمس الدين سبط ابن الجوزي رحمة الله عليه (581 ـ 654 هـ) (١) په دې هکله خپله وينا او يوه اوږده قصيده واورول. ( السلوك لمعرفة دول الملوك، ١ /٧٢ مخ).
بيا پاپ او فريډريک سره ښکر په ښکر سول او د دوى د پوځونو تر منځ سخته جګړه ونښته. چي د پاپ د ځواکونو په ماته پاى ته ورسېده.
له اروپا څخه د نورو ځواکونو رسېدل:
په ١٢٣٩ع.کال چي مغولو مسلمانان تر فشار لاندي راوستي وه، يو ځل بيا له اروپا څخه د لويو لويو ځواکونو پوځونه د بيت المقدس او نورو ځايونو د بشپړ نيولو او د ټول شام تر کنټرول لاندي راوستلو په موخه راوخوځېدل. کله چي دا پوځونه عکا ته ورسېدل او بيا د عسقلان د نيولو په موخه وخوځېدل په لار کي د غزې مسلمانانو هغو ته داسي ماته ورکړه چي ډېر يې ووژل سول او يا بنديان سول او لږ يې اروپاته په تېښته بريالي سول.
د بيت المقدس لاس پر لاس کېدل:
په ٦٤٢هـ کال د الکرک حاکم الملك الناصر داود ابن الملك المعظم عيسى چي له ايوبي کورنۍ څخه وو پر بيت المقدس بريد وکړ او هغه يې له عيسويانو څخه ونيو. ( مغربي يلغار ١٠٥ مخ ) وروسته ناصرداود الکرک ته ولاړ او بيت المقدس د دمشق حاکم الصالح اسماعيل بن نورالدين ته پاته سو. بيا د الصالح اسماعيل او د ده د وراره ملک الصالح نجم الدين ايوب چي د مصر واکمن وو تر منځ شخړه او جګړه رامنځ ته سوه. الصالح اسماعيل د صليبيانو ملګرى سو. د نجم الدين صالح پر ضد يې کومک ځني وغوښت. په همدغه ٦٤٢هـ کال يې بيت المقدس، طبريه او عسقلان وروسپارل او پر دې سربېره يې صليبانو ته اجازه ورکړه چي د دمشق ښار ته ننوزي، سلاوي او نور د اړتيا وړ شيان رانيسي. ( د النجوم الزاهرة في ملوك مصر والقاهرة په ٢/ ٢٧٩مخ کي وايي چي د دغه اسماعيل صالح د مغولو سره هم لاس پټ وو). په دې خيانت مسلمانان او اسلامي عالمان سخت په غوسه سول. نامتو عالم عز الدين بن عبد السلام رحمة الله عليه فتوى ورکړه چي پر صليبيانو باندي د وسلو خرڅول حرام دي. هغه د جمعې په ورځ د دمشق په اموي جامع جومات کي منبر ته وخوت او دغه فتوى يې اعلان کړه او د دغه واکمن دغه عمل يې سخت وغندى، په خطبه کي يې هغه ته د دعا پر ځاى ښراوي وکړې چي په جامع کي را غونډو سوو خلکو د ژړاوو په حال کي آمين پر وايه. بيا دغه واکمن شيخ عزالدين او په دې کار کي د هغه ملګرى ابوعمرو جمال الدين الحاجب رحمة الله عليه بنديان کړل بيايې څه موده وروسته بېرته خوشي کړل او په کورونو کي تر نظربندۍ او نورو کړاوونو زغملو وروسته يې له دمشق څخه تبعيد کړل. چي له دې امله مهاجرت ته اړ سول. عز بن عبد السلام رحمة الله عليه مصر ته ولاړ او د هغه ځاى د واکمن ملک صالح ايوب لخوايې تود هرکلى وسو او د عمرو د جامع جومات د خطابت دنده يې وروسپارل.
په٦٤١هـ /( ١٢٤٣ ع.کال کله چي خوارزميانو په خوارزم او نورو سيمو کي د مغولو څخه ماته وخوړه نو هري خوا ته تيت او پرک سول. له هغو څخه څو زره تنه شام ته ورسېدل، د بيت المقدس په ښار ننوتل. ډېر خلک يې ووژل، ښار يې لوټ کړ او بيا ځني ووتل. وروسته د مصر د واکمن ملک الصالح نجم الدين ايوب پوځونو د بيبرس البندقداري الصالحي په مشرى په ٦٤٢هـ/ ١٣٤٤ع. کال د صليبيانو او د هغو د مسلمانو انډيوالانو سره په غزه او نورو ځايونو کي سختي جګړې وکړې ، هغو ته يې تاريخي او عبرتناکه ماته ورکړه او بيت المقدس، بيت اللحم، اردن، دمشق او ډېري نوري سيمي يې د تل لپاره ځني آزادي کړې.
په دې ډول بيت المقدس بېرته د مسلمانانو لاس ته ورغى او نژدې اوه سوه کاله ( تر ١٩١٧ع.کال پوري) د دوى په لاس کي پاته سو. پای
(١) نامتو عالم ابي الفرج بن الجوزي رحمة الله عليه يې د مور لخوا نيکه کېدى.
د عبدالمالک همت

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي