برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عالمان باید د استخباراتي پلانونو ښکار نه شي

آریانانیوز: طالبانو په اسلام اباد کې د علماوو په نوم غونډې اړوند خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دیني مشران باید د استخباراتي پلانونو ښکار نه شي.


د سولې شورا پرون وویل چې د دیني علماوو په نوم یو پلاوی يې له پاکستاني علماوو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لېږلی دی.
د دې شورا ویاند احسان طاهري وویل، دوی به له پاکستاني علماوو سره د له «دیني» اړخه پر سولې خبرې وکړي.
طالبانو دا د بهرنیانو د پخواني قومندان نېکولسن د هڅو لړۍ بللې او پر علماوو يې غږ کړی، چې له دوی بده ګټه اخیستل کېږي.
«اسلامي امارت یوځل بیا په افغانستان او پاکستان کې په ريښتینیو او مستقلو دیني عالمانو باندې غږ کوي چې د امریکايي ستراتيژیستانو او استخباراتو د پلانونو قرباني نشي او په یادو غونډوکي ګډون ونه کړي، وروسته له ۱۷ کالو د افغانستان جهاد ته نوی مفهوم او محمل پیدا نه کړي او په غیر مستقیمه توګه د امریکا له اشغال سره همکاري ونه کړي.»
طالبانو لیکلي، دوی باوري دي چې رښتیني علما‌ء داسې کارونه نه کوي او په وینا يې امریکا د ماتېدو درشل کې ده او په داسې وخت کې يې هر ډول ملاتړ نه بښونکی جرم دی.
«موږ پوهیږو چې واقعي عالمان دا کار نه کوي، بلکې په تیرو ۱۷ کالو کې يې د روان جهاد حمایت کړی او خپل مسئولیت يې په کې ادا کړی، خو له دې هیسته هم غوښتنه ترې لرو چې د دسیسو ښکار نشي، کنه په ورځ د قیامت به د مجاهدینو، شهیدانو، یتیمانو، کونډو او ټول افغان مظلوم اولس لاس او د دوی ګریوانونه وي، ځکه د روان جهاد د بریالیتوب لپاره سترې قربانۍ ورکړل شوې، امریکايي کفار د شکست په درشل کې قرار لري، اوس له هغوی سره هر ډول حمایت او د هغوی په خوله د هدف ته رسیدونکي مقدس جهاد په مخکي خنډونه پیداکول نه بښونکی جرم دی، چې الله دي نکړي حقیقي علماء کرام په کې ښکیل نشي او په جدیت سره متوجه و اوسي. »
طالبانو ور یاده کړې چې د سعودي او کابل غونډو کې له علماوو بده ګټه واخیستل شوه، نه ترې نظر وغوښتل شو او نه هم ډېری د غونډې په ماهیت خبر و.
«د سعودي او کابل په غونډو کې به تاسو ته ثابته شوې وي چې د علماؤو څخه نه چا شرعي نظر واخیست اونه يې چا دلیل ته غوږ کيښود؛ بلکې صرف په غونډو کې يې له موجودیت څخه سوء استفاده وشوه او په رسنیو کې د کابل ادارې د سولې د شورا لخوا ترتیب شوې مقاله پرې د فتوا په نامه اعلان شوه، ځکه نو باید علماء کرام خپل دروند الهي او ملي مکلفیت درک کړي او د دسیسو ښکار نشي.»

شریک یي کړئ!