برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ديني عالمانو روژه خوړونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه

د بغلان ولايت ديني عالمانو روژه خوړونکو ته د سختې ورکولو غوښتنه وکړه.


په دې اړه د ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ديني عالمانو لويې غونډې ته په خپله وينا کې د حج< ارشاد او اوقافو رييس مولوي عبدالنصیر حمیدي وويل، چې يو شمېر ځوانان د روږدو کسانو په منځ کې روژه خوري، څو ونه پېژندل شي.
هغه زياته کړه چې ديني عالمان بايد د دې پر وړاندې غبرګون وښيي او حکومت پرې خبر کړي.
نوموړي له پوليسو وغوښتل، چې روژه خوړونکي ونيسي او له قانون سره سم دې ورته سخته سزا ورکړي.
حميدي دغه راز له سوداګرو وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې له بېوزلو سره مرستې وکړي او د توکو بيې دې ټيټې وساتي.
د مولوي باقر هاشمي په نامه يوه ديني عالم له پوليسو وغوښتل چې له روژه خوړونکو سره سخت چلند وکړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array