برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیني عالمانو د طالبانو په ملاتړ او اشغال پر ضد پریکړه لیک

آریانانیوز: د بلوچستان ایالت په کچلاک ښار کې د یوې لویې غونډي وروسته د افغانستان دیني عالمانو پریکړه لیک خپور کړی، چې په کښي د امریکا او ناټو پر ضد روانه مبارزه جهاد بلل شوې او ملاتړ یې پر هر مسلمان فرض ګڼل شوی.


په پریکړه لیک کې ویل شوي چې دوی په افغانستان کې افغان شموله او سوچه اسلامي نظام غواړي، بهرنی پوځي یرغل د افغانستان د جګړې اساسي لامل یاد شوی او د امریکا، ناټو او نورو هیوادونو څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان څخه دي خپل عسکر وباسي.
په پریکړه لیک کې د انډونیزیا او جدې غونډو پریکړې غندل شوي او ویل شوي چې د کابل ادارې په غوښتنه دغه غونډې فرمایشي بڼه لري او خپلواکه نه دي.
په پریکړه لیک کې د داعش په نامه پدیده او د سولې په نامه پرلتونه د امریکایانو دسیسه بلل شوې چې غواړي په افغانستان کې روانه جګړه لا هم اوږده کړي.
دغه پریکړه لیک چې یو شمیر دیني عالمانو لاسلیکونه هم باندي کړي دي، نن ټکی اسیا ته هم رسیدلی چی په لاندي ډول ۱۱ مادې لري.
د موجوده حالاتو په اړه د حضرت احمد امین جان مجددي صاحب تر صدارت لاندي د علماء کرامو او روحانیونو د لویې اجتماع پریکړه لیک:
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذي نور قلوب المؤمنین بنور الایمان و شرح صدور العارفین بانشراح الایقان و الصلوة و السلام علی محمد سید المرسلین و علی آله و اصحابه أجمعین. قال الله تعالی: يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا. يصلح لكم أعمالكم ويغفر لكم ذنوبكم ومن يطع الله ورسوله فقد فاز فوزا عظيما. صدق الله العظیم موږ د افغانستان علماء، روحانیون او مشائخ د دې لویې غونډې په نمایندګۍ د افغانستان د موجوده حالاتو په اړه خپل شرعي موقف په لاندې ډول اعلانوو.
۱ــ موږ په افغانستان کې یو سوچه اسلامي‌ او افغان شموله نظام چې د افغانستان ټول اقوام ورپکې ګډون ولري، غواړو.
۲ــ په افغانستان کې د اشغالګرو امریکایانو او دهغوئ د متحدینو په ضد روانه مقدسه مبارزه برحق جهاد دی، حمایت او ملاتړ یې د هر مسلمان فریضه ده.
۳ــ له امریکا، د ناټو له غړو هیوادونو او ټولو هغو حکومتونو چې په افغانستان کې پوځیان لري، په کلکه غوښتنه کوو چې خپل پوځیان دې له افغانستانه وباسي، د دوی پوځي یرغل دلته د جګړې اساسي عامل دی، دوی باید افغانان پریږدي چې په خپل هیواد کې د اسلام له لارښوونو سره سم ازاد ژوند وکړي.
۴ــ په دې وروستیو کې چې په اندونیزیا، کابل او جده کې د علماء وو په نوم غونډې ترسره شوې او په افغانستان کې د اشغالګرو په ضد روانه مبازه او جهاد یې ناروا جګړه او فتنه وبلله، موږ دا ډول غونډې او پریکړې په کلکه ردوو، دا غونډې خپلواکه نه دي د امریکایانو او کابل ادارې د چارواکو په اشاره او غوښتنه ترسره کیږي.
۵ــ په ټولو هغو علماوو چې په یوه او بله پلمه تیر ایستل شوې او دکابل ادارې په غوښتنه د هغوئ لخوا په جوړو شویو او فرمایشي غونډو کې یې شرکت کړی، غږ کوو چې خپل اصلي رسالت دي ترسره کړي، د اشغالګرو او د هغوئ د لاسپوڅو شومو اهدافو او دسیسو ته دي‌متوجه شي، د کابل ادارې د چارواکو لخوا په جوړو شویو پروګرامونوکې په برخه اخیستو سره دي د عالم سپیڅلی نوم نه بدنامه کوي د اشغال په ضد دي د حق ناره اوچته کړي.
۶ــ له اسلامي‌کانفرانس نه مو غوښتنه ده چې د اسلامي‌امت په قضایاوو کې دي په خپلواک ډول رغنده رول ولوبوي دکفارو د فشارونو تر اثر لاندي‌دي‌نه راځي.
۷ــ د اسلام او هیواد دښمنان هڅه کوي چې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ د قوم، ژبې او سمت تر نامه لاندي تفرقه او نفرت پیدا کړي او د تعصب اور بل کړي. همدا راز د هیواد د تجزیې کوشش کوي، دا ډول کړنې موږ ته هیڅ د منلو وړ ندي موږ د هیواد د ارضي تمامیت په تمامه معني‌دفاع کوو او په دې لار کې هر راز قرباني‌ته تیار یو.
۸ – علماء کرام په هیواد کې روان پرلتونه، د سولې په نوم کاروانونه او د داعش په نوم د وسلوالو ډلو راپيدا کیدل ټولې امریکايي پروژې ګڼي، اشغالګر غواړي له دغو لارو په افغانستان کې اشغال او جګړې ته دوام ورکړي.
۹ – د کابل ادارې په لیکو کې پر ولاړ ټولو دولتي‌منسوبینو، عسکرو، او پولیسو غږ کوو چې حقیقت باید درک کړي د اشغالګرو له چوپړ نه ځان را جلا کړي او د ازادي‌د لارې له مجاهدینو سره دي‌ملګري شي. همدا راز د اسلامي‌امارت له مشرتابه نه هم غوښتنه کوو چې د دعوت او جلب جذب کار ته دي‌پوره توجه وکړي ددښمن له لیکو راووتونکي کسان دی تشویق کړي تر څو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلي.
۱۰- دهیواد په ټولو اوسیدونکو، علماء کرامو، قومي مشرانو، متنفذینو، روشنفکرانو، محصلینو او بیلابیلو اقشارو باندې غږ کوو چې له کفري اشغال څخه د ګران هیواد دازادۍ لپاره د مجاهدینو همکاري وکړي. په لاس، ژبه او قلم سره دې جهاد وکړي او خپل مسؤلیت دې ترسره کړي.
۱۱ـــ په پای کې یو وار بیا په دې خبره تاکید کوو چې د متجاوزو کفري یرغلګرو په خلاف جهاد دیني فریضه دي. زموږ مسلمان ملت کله هم د کفارو حاکمیت نه دی منلی، بلکې همیشه یې د کفري متجاوزینو په وړاندې جهاد کړی دی. په افغانستان کې سوله یوازې هغه وخت راتلای شي چې بهرني اشغالګر له هیواد څخه ووځي او افغانان تر خپل منځ یو متحد اسلامي نظام جوړ کړي.
و ما علینا الا البلاغ
2018/8/5 م

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي