برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ديني عالمانو ته منسوب بې دينه فتوا

د د روان ميلادي کال د می په ۱۱ نيټه د اندونيزيا په بوګور ښار کې له ناکامې غونډې وروسته نن په کابل کې بله ديني عالمانو ته منسوب غونډه جوړه شوې وه، دا چې امريکا او د هغه ګوډاګی حکومت د اندونيزيا په غونډه کې خپلو موخو ته ونه رسيدل په ډيره بيړه يې څه دپاسه دوه زره کسان د ديني عالمانو تر نامه لاندې د لوی جرګې په خيمه کې سره راټول کړل او د دوی لخوا له پخوا څخه ترتيب شوې بې دينه فتوا يې اعلان کړه.

په دې غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه (جهاد) ناروا وبلل شو، که چيرته په ننی غونډه کې موجود کسان په رښتيا ديني عالمان وي نو دوی دا اولس کلونه چيرې وو او له دوی څخه دا اولس کلونه ولې دغه د جګړې د ناروا والي مسئله په کتابونو کې ورکه وه.
د غونډې ګډونوالو او ډالري مالايانو! په کتابونو کې راغلي چې د اشد ضرورت په وخت کې يوه انسان ته روا ده چې بل انسان ته خپله وينه ورکړي، البته په هيڅ صورت کې يوه مسلمان انسان ته روا ندي چې هغه دې خپله وينه کوم حربي کافر ته ورکړي.
هر کله چې يوه حربي کافر ته په هيڅ صورت کې د وينې ورکول روا ندي، نو اې د کابل په غونډه کې اشرباڼو بيا په کوم دليل يرغلګرې، حربي او کافرې امريکا ته د لکونو افغانانو د وينو تويول روا دي؟.
که چيرته د يرغلګرې امريکا او ناټو په مقابل کې جهاد کول ناروا شي نو اې د کابل غونډې ته رابلل شويو د بلعم بن باعوراء او مولانا افندي سکنيو ورڼو د امريکايانو يرغل، د دوی لخوا په افغانانو د زرګونو ټنو بمونو ورول، د افغانستان د پاکې خاورې اشغال، دلته هر ډول وحشي او کفري عمل ترسره کول، د افغانانو په عمومي ډول بې محکمې وژل به په کوم دليل ورته روا کړی؟.
دويم په ننی غونډه کې فتوا ورکړی شوه چې ځانمرګي بريدونه حرام دي، له شک پرته چې ځانمرګي بريدونه حرام دي، يعنې هغه بريدونه چې يو انسان د دنيوي کړاوونو، جنجالونو، مصيبتونو، تکليفونو يا د ورته نورو لاملونو له امله لکه نن صبا چې يو شمير خلک په خپله مينه کې د ناکامه کيدو له وجهې هم ځان وژنه کوي دا له شک پرته حرام دي.
البته په ځانمرګي، استشهادي او فدائي بريدونه کې توپير پکار دی، په امريکايانو او د هغو په ګوډاګيانو چې څوک بريدونه کوي دا استشهادي او فدائي بريدونه دي، د کومو د جواز چې په کتابونو کې بې شميره دلائل او واقعات موجود دي.
د کابل غونډې ته رابلل شويو کسانو ! که چيرته په تاسو د ديني عالمانو سټيکرونه لګول شوي وي بيا خو مجبور ياست او مونږ له تاسو د ګيلې کولو حق نلرو، او که چيرته په رښتيا ديني عالمان ياست نو ولې مو دومره په ځنډ فتوا ورکړه؟ کتابونه درڅخه ورک وو او که د چا لخوا ډالر نه وو درکړی شوي؟.
اوس هم اوبه له ورخه تيرې ندي، امريکايان هم شته او ګوډاګيان يې هم شته، او په دوی باندې د تير په څير استشهادي او فدائي بريدونه هم شته، يو ځل بيا سره راټول شی او د امريکا په څير د مسلمانانو د وينو زبيښونکي دښمن باندې د استشهادي او فدائي بريدونو د حراموالي په باره کې د معتمدو ديني کتابونو په حواله کوم کتاب يا رساله وليکی، يا اقلا دومره وکړی کومو ديني عالمانو چې د دې په جواز رسالې يا کتابونه ليکلي دي د هغوی لپاره په دلائلو پوره ځواب وليکی.
زه ماشوم ووم، په يوه مجلس کې مې له يوه عام سړي واوريدل چې په اخيره زمانه کې به مهدي راشي او له شپيتو زرو ملايانو به سرونه ووهي، هغه وخت مې فکر کاوه دا څومره سخت ظالم دی چې له شپيتو زرو ملايانو سرونه وهي.
اوس مې زړه ومنله چې داسې کول به د ثواب کار وي او له ټولنې څخه به د هغو جراثيمو ورکول وي چې له سر وهلو پرته بل علاج به نلري.
د کابل ننی غونډه کومه نوې خبره نده، که تاريخ وکتل شي تاسو به د ننی غونډې په شان ملا پکې پيدا کړی، د مستعض بالله په وخت کې مفتي مولانا افندي يې ښه مثال دی، مفتی افندي په خپل وخت کې څو ځلې د خپلې باطلې فتوا له مخې مسلمانان سره ټکر کړي، د ده په هکله تاريخ ليکلي کوم بادشاه به يې چې خيټه ډکه ساتله هغه به که هر ډول وو ده به د هغه د حکومت د مشروعيت فتوا ورکوله، او کوم بادشاه به يې چې د خيټې پروا نکوله د هغه په باره کې به يې بيا د ننی غونډې د ملايانو په شان فتواګانې ورکولې.
لکه څرنګه چې له مولانا افندي سره د اسلام، دين او د مسلمانانو غم نه وو يوازې غم يې هغه د خيټې ډکول وو، د لويې جرګې په خيمه کې په راټول شويو خلکو مې هم ګمان نکيږي چې دوی به دغه کار د اسلام، دين يا د مسلمانانو لپاره کړی وي.
تاسو به هم تاريخ هير نکړي او د مفتي افندي په څير فتواګانې به مو راتلونکي نسل ته د پيغور پاڼې پاتې شي.
په پای کې رښتوني او حق علماء دې ژوندي وي درباري او علماء سوء دې الله تعالی په دنيا او آخرت ذليل او رسوا کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي