برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بلخ ديني عالمانو له طالبانو د اوربند د غځېدو غوښتنه

د مزار شريف په حضرت علي روضه کې د بلخ يو شمېر ديني عالمان او د مدني ټولنو استازي راټول شوي وو او غوښتنه يې دا وه چې طالبان دې د ولسونو غوښتنې ومني او بيا دې اوربند وکړي.



د بلخ يو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنو استازو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د حکومت په څېر دې اوربند وغځوي.
د افغانستان دولت د روژې له ٢٧ مې د اختر تر پنځمې او طالبانو د اختر په دريو ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو طالبانو د اختر د دريمې ورځې په ماښام په داسې حال کې بيا پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړل، چې دولت د اوربند موده لس ورځې نوره هم غځولې ده.
د مزار شريف په حضرت علي روضه کې د بلخ يو شمېر ديني عالمان او د مدني ټولنو استازي راټول شوي وو او غوښتنه يې دا وه چې طالبان دې د ولسونو غوښتنې ومني او بيا دې اوربند وکړي.
مولوي محسن دانش د يادې راټولېدنې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روانې جګړې قربانيان افغانان دي او د درېدو لپاره يې بايد جدي ګامونه واخيستل شي.
هغه زياته کړه، د اختر درې ورځني اوربند وښوده چې هم طالبان او هم افغان ځواکونه نور له جګړې ستړي شوي دي.
دغه ديني عالم هغه اړخونه په غلطه وبلل، چې د افغانستان د جګړې د غځېدو هڅه کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي بنسټ مشر ډاکټر نجيب پيکان هم د حکومت له خوا د اوربند تمديدېدل د افغان ولس په خير بولي او له طالبانو هم د ورته عمل غوښتنه لري.
هغه وايي چې د اوربند په تمديد سره حکومت ښکاره کړه چې د سولې لپاره اراده لري.
د پيکان په خبره، که طالبان هم د سولې اراده لري نو بايد د حکومت د اوربند په مقابل کې بيا اوربند وکړي.
هغه زياته کړه: د افغان جګړې پای د سولې له لارې ممکن دی، طالبان بايد په دې پوه شي چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او که د دوی له خوا رد شوه، نو ډېر زيان به وکړي.
له دې سره د ښځو د حقونو فعاله او بلخ کې د سولې شورا د ولايتي کمېټې غړې مېرمن شکيبا وايي چې ښارونو او د حکومت لاندې سيمو ته دطالبانو راتګ دا ښکاروي، چې هغوی هم نور له جنګه ستړي شوي دي.
هغې غوښتنه وکړه چې د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت او باور څخه بايد د هېواد د دايمي ثبات لپاره کار واخيستل شي.
مېرمن شکيبا په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې که طالبان د خلکو غوښتنې ونه مني؛ نو د هغې په وينا چې د ولس له کرکې سره به مخ شي.
د دغې غونډې بل ګډونوال سيد محمد يزدان پرست هم وايي چې د افغانستان جګړه پردۍ او پر افغانانو تپل شوې ده.
هغه له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ولس غوښتنو ته دې مثبت ځواب ووايي.
د بلخ ديني عالمانو او د مدني ټولنو استازو د هلمند د سولې غوښتنې له کاروان څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي