برخه -څانګه : accidents, afghanistan, note, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا نوپر جنایتونوباندی – ژبې ګونګې ، غوږونه کاڼه او سترګې پټي دي

آریانانیوز: فرعون ته خپلو نجومیانو د هغه د یو خوب په تعبیر کې وویل: چې په بني اسرائیلو کې به یو ماشوم پیداشي او ستا بادشاهي به ختمه کړي، د فرعون مشاورینو فرعون ته مشوره ورکړه چې باید د بنی اسرائیلو ماشومان ووژل شي تر څو دا ماشوم هم پکې ختم شي. فرعون هم امر وکړ چې د بنی اسرائيلو ماشومان وژنئ، یو هم درڅخه پاتي نشي.
په نني عصر کې همدا پالیسي امریکایانو خپله کړې ده او درګرده لګیا دي، افغاني ماشومان بمباروي او اجیر مشاورین یې دې عمل ته توجیهات لټوي.په کندوز، هلمند او پکتیا کې یې وحشیانه بمبارونه وکړل او په سلهاوو ملکې وګړي، ماشومان او ښځې یې ووژلې او دا ده تازه یې په کنړ کې هم ورته عمل تر سره کړ.
امریکا چې ځانته سپر پاور وایې په هیچا هم باک نکوي او نه له چا خار خوري ځکه نو هر څه چې کوي پخپل سر یې کوي او ځانته یې روا ګڼي.
خو رسنۍ چې اصل کار یې په بې پرې توګه حقائق بیانول او خلګ له واقعیتونو خبرول دي، هم خپل بې پرېتوب یې تر سوال لاندې کړی دی او د (زور حق دی) تر فارمولې لاندي تل هغه څه ته ډیر پوښښ ورکوې چې په هغه کې داسلام او مسلمانانو سپکاوی وي خو د امریکا په وحشتونه یې ژبې ګونګې، غوږونه کاڼه او سترګې پټي نیولي. یا خو یې بالکل نه بیانوي او که بیانوي یې نو په ډیر ضعیف ډول چې په هغه کې هم د امریکا برأت ته اشارې له ورایه څرګنده وي سرسري ورباندي تېریږي. مثلا په یوه امریکا پلوه ویب پاڼه کې داسي عنوان راغلی ” په کنړ کې د ملکیانو او طالبانو د وژلو په اړه ضد او نقیض راپورونه”.
بي بي سي چې د پښتو ژبې اکثر خبریالان یې افغانان دي د ښځو په باره کې ځانګړې لړۍ خپروي او هغه څه پکې بیانوي چې افغاني ټولنې ته د تحمل وړ نه دي. خو برعکس د امریکا په وحشت یې د یو خاموش تماشایي کردار خپل کړی وي او هیڅ غوږ نه ورباندي ګروي. او همداسي نورې پاڼې او رسنۍ چې منافقي کامرې یې د امریکا او فرانس په نائټ کلبونه کې د وژنو تصویرونه او وېډیو ګاني ثبتولای شي د فلمي ادا کارانو او سپورتي لوبغاړیو هر کردار په ژوندی بڼه ښکاره کولای شي مګر په امریکایي وحشت یې د کامرې فلش کار پریږدي او تصویرونه نشي اخیستلای.
د کابل د اجیري ادارې مشران بیا  د خلیج د جګړې مستبد او د بوش په ظالم پلار د خواشیني پیغامونه لېږي خو د خپل ملت په قتل عام بیا د فرعون د مشاورینو کردار خپلوي او هغه د روسي جنرال لیاخوفسکې په وینا چې برژنیف د افغانانو په وژلو خواشیني څرګنده کړه مګر حفیظ الله امین ورته وویل د خواشینۍ خبره نشته دا افغانان دي چې داسي یې ونه وژنې نه سمېږي. کټ مټ همدا سبک دوی هم تکراروي د امریکا په وحشتونو او افغان وژنه هیڅ عکس العمل نه ښکاروي او په یوه او بل تاویل یې پر ځای کار بولي.
ویندویان او فیسبوکي فعالان یې تر دوی اوه برخې بالا خو بیخې دا نه مني چې ملکې وګړو ته کوم زیان اوښتی. هغوی خپل قلم، ژبه، فکر او نظریات د یو څو ډالرو په بدل کې خرڅ کړي دي او هغه څه نشروي چې د امریکا په ګټه وي. د ملکي وګړو د ټول وژنې په وخت قربانیان یا پاکستاني وګړي بولي او یا یې د طالبانو مرسته کونکي. او ماشومان خو ټول بیا د طالبانو زامن ګڼي او د امریکا دا عمل پرځای بولي ځکه چې د متوقع دښمن خطر له منځه وړي.
ای امریکایي ډالر خوره!  تاته که ځان د امریکا په ننګه ننګیال ښکاري یا ته ځان په امریکا کې قرار ګڼې لږ دې له خپله وجدانه وپوښته لږ خپل افغاني او پښتني هویت ته ځیر شه د خپلو هیوادوالو په وژنه کې له ځانه د امریکایي تبر لاستی مه جوړوه،د امریکا په نائټ کلب کې په وژنو دغم اظهار کوي او غندې یې لږ د خپل ملت په بچو هم ننګه وکړه لږ د خپل کړېدلي اولس درد هم احساس کړه.
د ظلم کاسه نسکوره ده اخیر به امریکا د دې مظلوم اولس د وینو او اوښکو په قلزم کې غرقېږي او الله تعالی به په دې ګرداب کې د امریکا غلامان هم له دوی سره یوځای غرقوي. و ماذالک علی الله بعزیز.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي