برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعربستان په جده ښار کې د افغانستان په اړه د علماوو غونډه

دا چې نن د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان غمیزې په اړه د علماوو یوه مذهبې غونډه جوړه شي.


په یاده غونډه کې به راغونډ شوي علماء له شرعي اړخه په افغانستان کې روانه جګړه څیړي او په اړه به یې پریکړه صادروي.
دا بیله خبره ده چې ولي تر ۱۷ کلونو وروسته د جدې د غونډې برخوال علماء دا مسؤلیت حس کوي چې له ۳۷ هیوادونو څخه سره راټول او د افغان جګړې په اړه اظهار نظر کوي.
که د جدې د علماوو د غونډې انګیزه واقعا هم مذهبي او شرعي وي نو هغوی باید د اسلامي امت د مذهبي حامیانو او مدافعینو په حیث ۱۷ کاله وړاندې هغه مهال د دغسې یوې غونډې جوړه ولو تابیا کړې وای چې کله جورج ډبیلو بوش د متحده ایالاتو د وخت د جمهور رئیس په توګه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او هغه ته یې د صلیبي جګړې عنوان ورکړ.
هماغه مهال جورج بوش ټولې نړۍ ته په صراحت اعلان وکړ چې په دې صلیبی جګړه کې دې یا د دوئ (امریکا) و یا هم د دوئ د مخالفینو په خوا کې ودریږي!.
خو دا چې تر اوسه پوري د جدې د علماوو د غونډې موقف او د افغانستان د روانې جګړې په اړه يي پریکړه لا نه ده شوې نو دهغې د موثریت او نه موثریت او همدا راز واقعیت او عدم واقعیت په اړه یې څه ویل تر وخت وړاندې خبره ده.
که واقعا هم د جدې د غونډې برخوال علماء د یوه شرعي مسؤلیت له مخې سره راټولیږي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې فیصله هم له کوم بهرني اغیز پرته فقط د مذهبي مسؤلیت پربناء وی یقینا چې اغیز به یې د افغانستان په وضعیت مثبت او افغانانو ته هم قابل قبول وي.
او که خدای مه کړه د یادې غونډې د انعقاد لامل د شرعي مسؤلیت په ځای بهرني فرمایش وي او مذهب ورکې هسي د یوې ابزارې وسیلې په حیث کارول کیږي بیا به یې حتما د افغانستان پر وضعیت منفي اغیز ډیر خطرناک او افغانستان به له مزید بحران او بي ثباتي سره مخ کړي.
وبه لیدل شي چې په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ناټو د پوځي غونډې ترڅنګ به د جدې د دیني علماوو وروستۍ پریکړې او پایلې څه وي ؟

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي