برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسعودی عربستان په کابینې کښې پراخه بدلونونه

آریانانیوز: دیوراپورپراساس د سعودی عربستان دباچا د حکم پراساس« ابراهیم العساف »د خارجه وزیر «عادل الجبیر» ناستی شو او د« الجبیر» د مقام په ټیټیدا سره هغه په خارجه چارو کښې د سلاکار وزیر تشریقاتی څوکۍ پرغاړه واخیستله.


د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په کابینې کښې د پراخو بدلونونو په رامینځته کولو سربیره د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د هیواد د سیاسی او امنیتی شورا په جوړښت کښې د بیا کتنې حکم هم ورکړ.
د سعودی عربستان په کابینې کښې پراخ بدلونونه د ترهګرو سیاستونو دماتی د خوړلو او ددغه هیواد د قدرت(واک ) په جوړښت باندې د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د رسواۍ د اغیزونو او د ال سعود د یرغلیز بهرنی سیاست دناکامیو په معنا دی چې د نړیوالو رسنیو په سویه د ستر شورماشور درامینځته کیدا سبب شوی او دسعودی عربستان په سیمه ییز او نړیوال حالت یې مهم اغیز شیندلی هماغه ډول چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اوس هم د خبریال خاشقجی د وژلې د کړکیچ له دباو څخه نه دی خلاص شوی .
په دغو شرایطو کښې د سعودی عربستان ال سعود رژیم په کابینې کښې د بدلونونو په راوستلو او د سیاسی شخصیتونو په بدلون رابدلون سره د مدیریت او د موجوده کړکیچ د کنټرولولو هڅه کوی او دسیاسی شخصیتونو د بدلولو د دغه نوی څپې په چوکاټ کښې دی چې خارجه وزیر «عادل الجبیر» له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړی شوی او« ابراهیم العساف» دهغه ځای ناستی شوی دی .
مهم ټکی دا چې «ابراهیم العساف »د سعودی عربستان د اقتصاد او د مالیې وزیر وو او نوموړی په هغو کسانو کښې شامل وو چې ولیعهد محمد بن سلمان په ریټز کارلټون (Ritz-Carlton Hotel)هوټل کښې بندی کړی وو او د روان میلادی کال په جنورۍ میاشتې کښې خوشی شوی وو .
ځینې سیاسی څارونکی د ولیعهد محمد بن سلمان د مخالفانو او سیالانو سوکه سوکه پیاوړی کیدا او له واک څخه د سلمان د یوشمیر نږدې کسانو او عواملو حذفیدا ته په پام سره په کابینې کښې دغه بدلونونه له بل هر شی زیات دسعودی عربستان په سیاسی جوړښت کښې د محمد بن سلمان د واک د کمیدا یوه(۱) نښه جاجوی .
د مینځنی ختیځ د سیاسی مسائیلو کارپیژاند« رضا میرابیان» دې ته په اشارې سره چې په سعودی عربستان کښې بدلونونه کومه ناڅاپه پیښه نه ده وویل په کابینې کښې بدلون د ولیعهد محمد بن سلمان پاکول او په راتلونکی کښې د باچاهۍ لپاره د هغه چمتو کول دی او خبره دا چې دعربستان حکومت ووایی ټول ګرم کسان هغه وو چې له کاره لیرې کړې شول او محمد بن سلمان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې لاس نلری .
ځینې سیاسی څارونکی د سعودی عربستان په کابینې کښې د سیاسی بدلونونو نوی څپه یوه(۱) ډرامه او د محمد بن سلمان مخ ته د تښتیدا د سیاست دوام جاجوی ځکه چې ددغو مهندسی(engineered) شویو بدلونونو هدف هم د خبریال جمال خاشقجی د وژلو له پلان څخه د ولیعهد محمد بن سلمان تبرئه کول او ددغه هیواد په سیاسی جوړښت کښې د محمد بن سلمان د سیاسی مقام او موقعیت ساتل او د هغه د مقام لوړول دی .
له دې کبله که چیرې د سعودی عربستان د سیاسی او استخباراتی ادارو په جوړښت کښې کوم اصلاحات هم ترسره شی هغو تش په نامه اصلاحاتو ته به ورته وی چې محمد بن سلمان په تیر یوه(۱) کال کښې په عربستان کښې ترسره کړی دی چې نتیجه یې دسیاسی ساډوبۍ او د سیاسی فعالانو او دخبریالانو دنیولو د وژلو او د اعدامولو دموردونو زیاتیدل دی .
سیاسی څارونکی وایی روان میلادی کال په بهرنیو او کورنیو سیاستونو کښې د سعودی عربستان لپاره له ناکامیو ډک کال وو .
د خبریال خاشقجی د وژلې په دوسیې کښې رسواۍ ، د بودجې ډیر کمښت ، دیمن په جبۍ کښې ښکیلیدل او په سوریې کښې ماتی په سیمه کښې دعربستان د ماتیو یوه(۱) برخه وه کومه چې دسیمې او دنړۍ په سویه د سعودی عربستان د مشرانو د لاسوهنو نتیجه ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي