برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دباب المندب اوبلاری څخه د عربستان دتیلو دصادراتو بندیدل

آریانانیوز: د سعودی عربستان دانرژۍ وزیر خالد الفالح وویل له باب المندب اوبلاری(Bab-el-Mandeb) د دغه هیواد د تیلو کشتۍ او ټانکرونه د سمندری ټرانسپورټ دامنیت تر تامیندا پورې بندیږی.


دیمن سمندری عسکر په څلورویشت(۲۴ )ساعتونو کښې وتوانیدل ددغه هیواد په لویدیځو سواحلو کښې د سعودی عربستان د ائتلاف په دوو(۲) کشتیو حملې وکړی .
دیمن بدلونونه ددې ښودنه کوی چې د مقاومت ځواکونه دهیواد د واکمنۍ او دملت دامنیت په دفاع کښې هرډول مبارزه او هڅه کوی او په یمن تیریګر ځواکونه دځان د ژغورلو لپاره په دغه هیواد د تیری له بندولو پرته بل هیڅ لاره نلری.
په یمن تیریګر ائتلاف دځان د ژغورلو لپاره باید ددغه هیواد کلابندۍ ختمه کړی او خپلې جنګی کشتۍ دیمن له بندرونو وباسی .
دیمن د سمندری ځواک قومندانۍ وویل هغه لوری چې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ کوی او دسره سمندر(Red Sea) امنیت په خطر کښې اچوی دامریکا او دسعودی عربستان تیریګر ځواکونه دی .
د نیواکګرو او دتیریګرو ځواکونو دمرکزونو پرضد دیمن دسمندری ځواک ځانګړی عملیات له تیریګرو سره د مقابلې په لاره کښې یو (۱)بدلون ګڼل کیږی .
دسمندری جنګونو او ټکرونو د ډګر په شمول په بیلابیلو ډګرونو کښې دیمن ورځ تر بلې زیاتیدونکی توان چې عملا یې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ټول معادلات ګډوډ کړی دی دعربستان د تیریو په وړاندې د یمن دخلکو د مقاومت په ډګر کښې دبدلون پیچومی دی .
د باب المندب اوبلاره دنړۍ یوه ترټولو مهمه سمندری لاره ده چې د عدن خلیج په څنډه کښې پراته ده او په یمن له حملې دسعودی عربستان یو(۱) هدف سلطه غوښتنه او ددغه اوبلارې تر کنټرول لاندې راوستل دی .
باب المندب اوبلاره د نړۍ د انرژۍ په لیږدولو کښې مهم رول لری .
د باب المندب ستراتیژیکه اوبلاره دیمن ، جیبوتی(Djibouti) او د اریټریا(Eritrea) هیوادونو ترمینځ پراته ده .
په باب المندب اوبلارې اشراف چې له هند اوقیانوسیې سره د سره سمندر(Red Sea) دګنډیدل کیدا ځای دی دیمن لپاره ځانګړی ستراتیژیک موقعیت رامینځته کړی دی .
د باب المندب اوبلاره هم دامنیت له نظره د صهیونیسټ رژیم او هم د افریقا په ښکر(Horn of Africa) کښې دامریکا داډو دامنیت دساتلو له نظره او هم دنړۍ نورو سیمو ته د سعودی عربستان د صادراتی تیلو د کشتیو د تیریدا لپاره اهمیت لری او له دې کبله په دغه بندر د سعودی عربستان سلطه کولای شی ددغو ګډو ګټو په ساتلو کښې مهم رول ولری .
له دې کبله ویلی شوو په یمن کښې د جنګ په ستومانه کیدا او واک ته د یمن دپخوانی استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی دبیرته ستنولو په شمول ټاکل شویو هدفونو ته په رسیدا کښې د ال سعود رژیم په پاتې راتلو سره عربستان په خپلو ستراتیژیکو او میدانی هدفونو یعنی په باب المندب اوبلارې په سلطې راوستلو کښې ناکامه پاتې شوی دی .
دلبنان الاخبار ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې ولیکل دیمن دمقاومت دوام او له تیریګرو سره سمندری مخامخیدا ته ددغه مقاومت دلمن پراخیدا دهغه دسیسې د شنډیدا سبب شو چې دسعودی عربستان په مشرۍ سعودی ائتلاف له تیرو میاشتو راهسې د هغه لپاره پلانونه کړی وه او ددغه پلان هدف هم په باب المندب اوبلاری د سلطه موندل وو .
دسعودی عربستان دغه ناکامۍ په داسې حال کښې ده چې امریکا ، انګلستان او صهیونیسټ رژیم هم دیمن پرضد جنګ او په باب المندب اوبلارې د سلطې لپاره د ال سعودی رژیم دهڅې ملاتړ کوی
خو دوې په ناباورۍ سره ددې کتونکی دی چې د باب المندب ستراتیژیکه اوبلاره هم د هرمز اوبلاری(Strait of Hormuz) په شان دداسې لوبغاړو په کنټرول کښې ده چې ترټولو مهمه ځانګړتیا یې خپلواکه سیاستونه او کړچارونه او دمینځی ختیځ په چارو کښې د لویدیځو هیوادونو له لاسوهنو او سلطې سره مخالفت دی .
دسیمې بدلونونه له فارس خلیج سیمې رانیولی تر عدن خلیج پورې د عربستان په شمول په سیمه کښې د امریکا د ګوډاګیو مرتجعو رژیمو او دامریکا د سیاستونو په پراخ ډول ناکامۍ نندرې ته وړاندې کړی ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي