برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په جيزان د يمن د فوځ توغنده اي حمله

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو پرون ماښام د سعودي د جيزان صوبې د جبل الدود په ختيځ کښې د سعودي تالي څټوپه مورچو باندې په حملې سره هغوي ته د سر او مال سخت تاوانونه اورسول. چې تفصيلات يې لا نه دي خپارۀ شوي.


د يمن د فوځي او اولسي ځواکونو قوت د سعودي رژيم لخوا د يمن د هر اړخيزې محاصرې باوجود ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کښې دے.

سعودي د امريکې، اماراتو او څو نورو هېوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن حملې شروع کړي دي اوهم يې دغه هېواد د زمکې، سمندر او هوا له لارې محاصره کړے دے.
سعودي او انډيوالانو يې تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه نه دي کړې شوي په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو کښې کامياب شي.

شریک یي کړئ!