برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي يوه بله ډرون جاسوسي الوتکه نسکوره شوه

آریانا نیوز: د الميادين خبري سائيټ د رپوټ له مخې دغه الوتکه پرون د جبل الدود په ختيځ کښې د سعودي د جيزان په پوله ايزه سيمه کښې نسکوره شوه.



د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د هوائي دفاعي ځواک تر اوسه د دغه تيري ګر ائتلاف څو ډرون الوتکې راغورزولي دي.
همدارنګ په تېرو هفتو کښې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په جنوبي ښارونو کښې د دغه هېواد په فوځي مرکزونو پراخې ډرون حملې کړې دي
دغه دفاعي حملې له دې وروسته شروع شوې دي چې يمني چارواکو تيريګرو ته په خبرداري ورکولو سره اعلان وکړ، د يمن فوځي او ولسي ځواکونه به د سعودي تيري ګر ائتلاف د حملو په ځواب کښې د دغه هېواد په فوځي اډو، تاسيساتو او مراکزو باندې خپلو حملو ته دوام ورکړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array