برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د محاصرې له کبله دوه څلوېښت زره يمني بيماران خپل ژوندله لاسه ورکړی دی

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې يوسف الحاظري بېګا وويل په يمن باندې د سعودي ائتلاف د تيري او حملو له شروع نه تر اوسه لږ تر لږه دوه څلوېښت سره بيماران د علاج معالجې لپاره له دغه هېواد نه د بهر تلو د سفر د امکان د نيشتوالي په وجه د مرګ کومې ته لاړ دي.



د يمن د روغتيا د وزارت وياند زياته کړه، په اوس حال کښې له درې نيم لکو نه زيات يمني بيماران د علاج معالجې لپاره له هېواد نه بهر تلو ته ضرورت لري خو د صنعا نړيوال هوائي ډګر د محاصرې په وجه دغه کار ناممکنه دے
په بشردوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر مرستيال مارک لوکوک په دې وروستيو وختونو کښې اعلان وکړ چې يمن د تاريخ له ډېرې سترې انساني غميزې سره مخامخ دے
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي

شریک یي کړئ!