برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبان: امریکایان دې زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

آریانانیوز: د طالبانو ویاند په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شازدافېرې په خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل: امریکايي چارواکي باید زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافېرې کرن ډیکر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: امریکايي چارواکي باید زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د امریکا د سفارت کاردار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې لیکلي: امریکايي چارواکي باید زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او هغه موسسې چې په افغانستان کې فعالیت کوي زمونږ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت کولو مکلفې دي. موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې د افغانستان د چارواکو او پریکړو په اړه غیر مسؤلانه خبرې یا کم ګواښ وکړي.

ډیکر په یوه ټویټ کې لیکلي چې که طالبان ښځو ته د مرستو د ویشلو اجازه نه ورکوي، نو دوی څنګه اراده لري چې د ښځو او ماشومانو د لوږې مخنیوي وکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې تر بل خبرتیا پورې په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو کار کول منع دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي