برخه -څانګه : news, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د دفاع وزارت: خوشې شوي طالب بندیانو د دوی د ژمنو برخلاف یو ستونزمن حالت تحمیل کړی

آریانانیوز: د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال وايي چې خوشې شوي طالب بندیان سږکال د دوی د ژمنو برخلاف پر افغانانو سخت وضعیت تحمیل کړی...


د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخیل چې د شنبې په ورځ(دکب په9مه) د ملي دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې د ملي سرتیري د ورځې په ویاړ وینا کوله، ټینګار وکړ چې له 5،000 څخه تر 6،000 طالب بندیان چې د سولې په پروسه کې د ښه نیت په خاطر خوشې شوي دي، په افغانستان سخت وضعیت تحمیل کړ.

ښاغلي میاخیل وویل چې دغه زندانیان د هغه ژمنې برخلاف چې دوی به جګړې ته نه ورځي ، د هیواد په خرابیدونکي امنیتي وضعیت یې اغیز درلود.

هغه ټینګار وکړ چې دې خوشې شوي طالب بندیانو د افغانستان خلکو ته یو سخت کال تحمیل کړی؛ مګر امنیتی ځواکونو د خپل ټول قوت سره او په غوره ممکن ډول د جګړې په ډګر طالبانو ته ځواب ورکړ.

میاخیل ټینګار وکړ ، د افغانستان د ملي اردو په استازیتوب ، هغه خلکو او د حکومت مشرتابه ته ډاډ ورکوي چې اندیښنه ونلر ئ او پر خپلو سرتیرو باور وکړئ؛ ځکه چې د دې ځواکونو مورال د هیواد دفاع لپاره لوړ دی او دوی د دښمن په پرتله په لوړه کچه دي.

لکه څنګه چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ هوکړه شوې ، د افغانستان حکومت د سولې پروسې باندې د باور رامینځته کولو لپاره له 5000 څخه ډیر طالب بندیان خوشې کړي. طالبانو او خوشې شوي بندیانو ژمنه کړې چې هیڅکله به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي