برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په کینیا کې د لوږې فرقې د پیروانو د ۴۰۳ جسدونه موندل شوي

آریانانیوز: په کینیا کې د "لوږې د فرقې" قضیې اړوند کمیشنر اعلان وکړ چې دوی د لټون پرمهال نوي جسدونه موندلي.


د قضیې کمیشنر، رودا اونیاچا، په یوه بیان کې وویل چې دوی د لټون په ترڅ کې نوي جسدونه موندلي دي.
په کینیا کې د لوږې د فرقی د غړو د وژلو د تحقیقاتو په لړ کې د موندل شوو جسدونو شمیر ۴۰۳ ټنو ته لوړ شوی دی.

د ټي آر ټي د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې د دې فرقې ۹۵ کسان د عملياتو په ترڅ کې ژغورل شوي، د ډله ييزې وژنې په تړاو د دغې فرقې د مشر جويس مويکمبا د پاول مکنزي میرمن په ګډون ۳۷ کسان نيول شوي دي.

ویل کیږي چې تحقیقات د نړیوالې کلیسا له پادری پاول مکینزي سره پیل شوي چې د “عیسی مسیح” سره د لیدو په ژمنه یې د خپلې کلیسا خلکو ته د لوږې زغملو امر کړی و چې د دوی ډیری د مړینې لامل شو.

مکینزي د پلټنو په پیل کې پولیسو ته ویلي وو چې دوی به د ۱۰۰۰ کسانو جسدونه ومومي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي