برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ مهر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د امریکا د 20 کلن حضور په نتیجه کې 114 زره افغان پوځي او ملکي تلفات

آریانانیوز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په تیرو 20 کلونو کې د افغانستان جګړې د تلفاتو په اړه ارقام خپاره کړي ، چې ښیې په دې موده کې 114زره افغان سرتیري او ملکي وګړي وژل شوي دي. د دې شمیرو له مخې په تیره لسیزه کې شاوخوا 1600 امریکایان وژل شوي دي.


په راپور کې ویل شوي چې په تیرو 20 کلونو کې د پخواني افغان حکومت شاوخوا، 66 زره سرتیري وژل شوي دي.

سیګار زیاته کړې چې په دغه موده کې ،48 زره افغان ملکیان وژل شوي او 75 زره نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې پدې موده کې 2 زره 443 سوه امریکایی سرتیري او د نورو هیوادونو 1زره 144 سوه سرتیري وژل شوي.

افغان حکومت ، چې د متحده ایالاتو او نورې نړۍ له خوا یې ملاتړ کیده ، د سږکال د زمري په 24 مه د طالبانو په راتګ سره سقوط وکړ او طالبانو خپل نوی حکومت جوړ کړ.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي