برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په خوست کې روغتیایي مرکزونه جوړول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس پنځه کلینیکونه د خوست په دریو ولسوالیو کې موقعیت لري په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د څلورو ولسوالیو لپاره جوړشوی ۳۰ بستریز روغتون، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون، د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ هارون خېلو، سین خوره او د سپین کۍ بوړیو کلینیکونو هغه پنځه ودانۍ دي، چې پنځه کاله پخوا جوړې شوې، خو تردې دمه تشکیل نه لري او غیرې فعالې دي. پدې ودانیو نږدې دوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې درې یې د عامې روغتیا وزارت، یوه یې د مخدره مواد پرضد دمبارزې وزارت او بله هم د هندوستان هیواد په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ دوه تنه اوسیدونکي عبدالناصر او عبدالصمد وایي کوم درې کلينيکونه چې په ياده ولسوالۍ کې جوړ شوي، فعالولو ته يې جدي اړتيا ده، ځکه د هغوی په وينا، موجوده کلينيک چې هلته موقعيت لري، د دوی اړتياوې نه شي پوره کولی
دوی وایي د جوړو شوو کلینیکونو ځينې برخې تخریب شوې، که چیرې فعال نشي، ممکن ټولې ودانۍ تخریب شي.
د خوست د ولایتي شورا غړی جان میرځاځی وایي، ولايتي شورا دا ستونزه څو ځله د عامې روغتيا رياست او ولايتي ادارې سره شريکه کړې، څو د اړونده وزارت څخه یادو کلينيکونو ته د تشکيل غوښتنه وکړي، خو ولې تراوسه په دې برخه کې هيڅ ګام نه دی اخيستل شوی
هغه وایي پدې کلینیکونو میلیونونه افغانۍ مصرف شوي، نو پکار ده چې تشکیل ورته پیدا او خلکوته خدمات وړاندې کړي
پدې ولایت کې یو تن مدني فعال سپین روان نورزی پر عامې روغتیا سکتور تور پورې کوي، چې ګني د روغتیا په برخه کې د ښه نظارت نشتون ددې لامل دی، چې یاد کلینیکونه بې فعالیته پراته دي
په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايی، ځيني کلينيکونه چې عامې روغتیا ریاست ته دده له راتګ وړاندې جوړ شوی هماغه مهال یې د تشکیل غوښتنه نه ده شوې
د نوموړي په خبره عامې روغتیا وزارت ‌ډاډ ورکړی، چې د کرونا ويروس په ورکيدو سره به ياد پنځه واړه روغتيايي مرکزونه خلکو ته د روغتيايي خدماتو په موخه فعال کړي
د خوست د والي ویاند طالب منګل هم مني چې یاد پنځه کلینیکونه غیر فعال دي، خو وایي کار پرې روان دی او ژر به دا کلینیکونه هم فعال کړي
د منګل په خبره چې په تیر ۱۳۹۸ لمریزکال کې د یوه عملیاتي پلان له مخې پدې توانېدلي، چې پدې ولایت کې یوولس کلینیکونو ته تشکیلات منظور او فعال یې کړي.

شریک یي کړئ!