برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د خوست والي: زموږ مخالفینو څخه لا تر اوسه د سړي زامن نه دی جوړ شوی

آریانانیوز: په خوست کې د طالبانو والي وویل: که چیرې ښاریان زموږ سره مخالفت وکړي، موږ مجبور یو چې پر دوی برید وکړو، بندیان او شکنجه یې کړو.


د خوست والي محمد نبي عمري په یوه خبرپاڼه کې ویلي: هغه کسان چې د دې ډلې له نظام او واکمنۍ سره دښمني لري تر اوسه د سړي زامن نه دي شوي.

هغه ټینګار وکړ: که دا ډول کسان نرمښت ونه مني، طالبان مجبور دي چې پر تاسو برید وکړي، تاسو بندیان او شکنجه کړي.

دا په وروستیو ورځو کې د خوست د والي دویم جنجالي دریځ دی. نوموړي تر دې وړاندې د خوست خلکو ته د افغانستان د رنګین بیرغ د نه کارولو مهلت ورکړی و.

د یادونې وړده چې طالب چارواکو په دې وروستیو کې د خلکو په ځانګړې توګه د پخوانیو دولتي کارکوونکو پر مخ د بندیزونو له لګولو وروسته د خلکو پر مخ د وتلو لارې تړلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي