برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

حمدالله محب: له افغانستانه د امریکا د وتلو څرنګوالی د رژیم ړنګېدو ته لاره هواره کړه

آریانانیوز: د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار ویلي: د جو بایډن جدي پریکړه چې په غیر مشروط ډول او پرته له انتقالي پلان څخه ووځي په افغانستان کې د نظام د سقوط زمینه برابره کړه.


حمدالله محب فارن پالیسي ورځپاڼې ته وویل: موږ تل د تدریجي وتلو د بهیر غوښتنه کړې وه چې موږ ته اجازه راکړي چې په سمه توګه د هغو تشو او نیمګړتیاوو لپاره چمتووالی ونیسو چې د امریکا له بشپړ وتلو سره څرګندیږي، خو داسې ونه شول.

نوموړي د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل: افغان حکومت په حاشیه کې و او امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې د پای ته رسولو لپاره طالبانو ته امتیازات ورکړل، دې وضعیت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې ګډوډ او متضاد داستان رامنځته کړی و.

محب وویل چې د سقوط څخه څو اونۍ دمخه، دوی پوهیدلي وو چې نظام به سقوط وکړي. د هغه په وینا، دوی د وضعیت د تحلیل په لټه کې وو څو د رژيم د سقوط او وينې تويېدنې مخه ونيول شي.

د ملي امنیت سلاکار اشرف غني وویل: که موږ پاتې شوي وای او د ولسمشر ژوند یې په خطر کې اچولی وای، په کابل کې به کور په کور جګړه پیل شوې وای او بیا به د واک د انتقال سناریو رامنځ ته شوې وای، چې په اصل کې به مو طالبانو ته مشروعیت ورکړی وای.

محب وویل: دا یو څرګند حقیقت دی چې که د پاکستان ملاتړ نه وای طالبان حتی وجود هم نه درلود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي