برخه -څانګه : accidents -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په جلال آباد ښار کې انتحاری برید

آریانانیوز: ننګرهار سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی ۲۱ تنه د انتحاری برید په ترڅ کې ټپیان او شهید شوی دی.



عطا‌ءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند د جلال آباد ښار تیری ورځې پنجشنبه ماسپښین انتحاری برید وروسته د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی ددی انتحاری برید پّ ترڅ کې چی غرمی وروسته ۴ بجی د جلال آباد ښار شپږم ناحیه کې د فامیلی په سیمه کې د عامه نظم ځواکونو یو پوستی ته نږدی رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا نږدی ۵ غیری نظامیان د یو کوچنۍ په ګډون د ۴ نظامیانو سره شهید شوی او ۱۲ تنه نور د نظامیانو او غیری نظامیانو په ګډون ټپیان شوی دی.
خوګیانی زیاته کړه چی ددی برید درو ټپیانو وضعیت ډير خراب دی.
تراوسه کوم کس یا کوم ډله ددی برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار په ولایت کې زیاتره داعش ترهګری ډلګې فعالیت لری.

شریک یي کړئ!