برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چاودنه کې 8 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

آریانانیوز: د جلال آباد ښارامنیتي چارواکي وایی، چې پرون د ورځي 11نیمو بجو شاوخوا، د ټاکنو کمیسیون مخې ته درنه چاودنه رامنځ ته شوه چې د دوی په وینا ځان وژونکی برید و، او له امله یې 8 تنو ته مرګ ژوبله واوښتله.


د ننګرهار امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې د انتخاباتو د کمیسون په وړاندي د راټولو شویو اعتراض کوونکیو خیمې ته نږدې ځان وژونکي برید کې 3 تنه وژل شوي او 5 نور ټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپیان دولتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
تر دې وړاندي هم سیمه ایزو چارواکو په پېښه کې د 13 کسانو د مرګ ژوبلي خبره کړي وه..
ویل کیږي، چې د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه د لیرې شوي نوماند جاوید زمان ملاتړو په داسې حال کې تازه د ټاکنو کمیسیون مخې ته د اعتراض خیمه درولې، چې په مرکز کابل کې د ټاکنو کمیسیون مخې ته د اعتراض کوونکیو خیمې د نهمې امنیتي حوزې پولیسو ورټولې کړې دي.
د برید پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخیستي.
باید وویل شي چې په روان کال کې د هیواد امنیتي وضعیت تربل هر وخت زیات خراب شوی ، که څه هم د ناټو عمومي قومندان نیکولسن د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ د بریا ادعا کړي. خو د نوموړي پر دغه خبره غربي رسنیو هم کلکي نیوکي کړي، د امریکایی چارواکو دا ډول ادعاوي یې بې آساسه ګڼلي او د افغانستان امنیتي وضعیت یې د اندیښنې وړ بللی.

شریک یي کړئ!