برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دجلال آباد په ښارپه څلور چاودنه

آریانانیوز: د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې تر ماښام وروسته څلور پرله پسې چاودنې شوې دي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي.



د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ، چې دا چاودنې د څلورمې ناحیې اړونده د تالاشۍ په څلور لاري کې د سړک پر غاړه شوې وې.
هغه زیاته کړه، چې ددې چاودنو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۲۰ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خوږیاڼي د ټپیانو د ورغتیایي حالت په اړه معلومات نه درلودل،
د ننګرهار والي او امنیه قوماندان تر چاودنو وروسته د پيښې ځای ته ولاړل ، والي شاه محمود میاخیل ددې چاودنې د غندنې ترڅنګ وویل، چې ترهګرو ملکي وګړي په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې دا چاودنې د یوه ریکشې په وسیله ترسره شوې دي.
ددې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.خو په ننګرهار ولایت کی د طالبانو په شتون سربیره داعش ترهه ګره ډله هم ډیره فعاله ده او دغه ولایت په افغانستان کی یو ډول د داعش اصلی مرکز بلل کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي